تازه خبرونه
د افغانستان فوتبال فدراسیون پر فوتبال پانگونه كوي
د افغانستان فوتبال فدراسیون، څه موده وړاندې د آلمان د فوتبال فدراسیون په همکاری پر فوتبال د پانگې اچونې په موخه يو پروگرام په لار اچولی و، چې تر دې دمه په څو ولایتونو کې پلی شوى دی.
د میرمنو او هلکانو لپاره د داورۍ، مربیگرۍ د روزنې او د ماشومانو لپاره د فوتبال نندارتون ددې پروگرام برخې جوړوي.
دغه راز نن په کابل کې د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر د مربیگرۍ د روزنې کورس تر سره شو.
دا کورس د یوې اوونۍ په لړ کې په لار اچول کیږي او په پای کې هم د ماشومانو لپاره د فوتبال نندارتون ترسره کیږي.
داپهداسېد حال كې ده، چې د کابلښار د میرمنو د فوتبال غوره لیگسيالۍ د شنبې په ورځ(د غبرگولي۱۷) د میهن او افغان کلپ تیمونو ترمنځ ترسره شوې او په پای کې افغان کلپ د څلور گونو په وهلو خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه او د اتلوالۍ جام یې خپل کړ.
له دې وړاندې په نیمه پای لوبه کې افغان کلپ، عدالت لوبډلې ته ماته ورکړې وه او میهن لوبډلې هم د استقلال لوبډلې ته په ماته ورکولو فاینل ته لار ومونده.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې ددې پروگرام د پلې کیدو موخه د فوتبال پرمختگ په گوته شوې ده .