لوبی
د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو سبا پیل کیږي
دا لیګ به په قانوني او ځانګړي ډول د آریانا نړیوالې راډیو ټلویزیوني شبکې له لارې پر ژوندۍ بڼه تولید او خپور شي.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو، چې تمه ده سبا (جمعه د غبرګولي شپاړلسمه) پیل شي، چې و ورسره به کورنۍ او نړیوالې لېوالتیاوې هم راوپاریږي.
دا لیګ به په قانوني او ځانګړي ډول د آریانا نړیوالې راډیو ټلویزیوني شبکې له لارې پر ژوندۍ بڼه تولید او خپور شي.
د پرانیستې پر ورځ، چې د جمعې په ورځ به ترسره شي؛ د تېر پړاو اتل، صداقت کابل لوبډله به په لومړۍ لوبه کې د نورزاد نیمروز سره مخ شي.
د جمعې پر ورځ په دوهیمه لوبه کې پیروزي پنجشېر لوبډله به د آریا فورج سره مخ شي.
که څه هم لوبډلې اوس هم د خپلو جوړښتونو د وروستي کولو په حال کې دي؛ د لیګ تنظیموونکو تائید کړې، چې له ایران څخه ډېری لوبغاړي او روزونکي په سیالۍ کې شامل شوي او نور نړیوال لوبغاړي پر لاره دي.
تمه ده، چې له ازبکستان څخه یو لوبغاړی هم ډېر ژر په لیګ کې له ګډون برخمن شي. د برازیل د فوټبال دوه ستوري هم د لیګ په دوهیمه نیمایي کې له لوبډلو سره یوځای کیدو ته چمتو دي، چې د جولای پر دوهویشتمه پیل کیږي او د اګست تر شپاړلسمې پورې دوام کوي.
د لیګ لومړۍ نیمایي، چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي؛ له آرام ورځو سره به ترسره شي او د جون تر لومړۍ به دوام وکړي. له هغې وروسته د جون له دوهیمې څخه تر یوویشتمه پورې د پړاو منځنۍ وقفه پلان شوې ده.
د افغانستان په فوټسال کې د لومړي ځل لپاره به لوبې د ویډیو څار سیسټم پر کارولو ترسره شي، چې د قضاوت ښه کولو او په سیالیو کې د روڼتیا زیاتولو لپاره یو اړین ګام دی.
لوبې معمولاً هره ورځ پرته له شنبې ورځې څخه پدې توپېر ترسره کیږي، چې پرانیستونکې لوبې به په دې شنبه کې ترسره شي.
د تېرو پړاوونو ته ورته د آریانا نړیواله راډیو او تلویزیوني شبکه په افغانستان کې د فوټسال د ودې او پراختیا بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي. د مینوالو لپاره په یوه مهم اقدام کې ټولې لوبې به یو ځل بیا په آریانا نیوز کې پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د سیالیو ژوندۍ خپرونه به د جمعې پر ورځ د غبرګولي شپاړلسمه/ د جون شپږمه د کابل په وخت د ماسپښین پر ۳ بجو پیل شي. د ورځې دوهیمه لوبه به د مازیګر پر ۵:۴۵ ترسره شي.
دا لیګ، چې هر کال په خپل وقار او مقام کې وده کوي؛ مخ پر زیاتېدونکی سیمهییزه پاملرنه ځانته اړولی او تمه ده، چې زړه راکښونکې او چټکتیا لرونکې سیالۍ له تاکتیکي ډانګلو سره به د نویو ستورو یو بل پړاو نندارې ته وړاندې کړي.
