لوبی

د افغانستان فوټسال لیګ په پېنځمه او شپږمه لوبه کې جوانان میهن او صداقت لوبډلو بریا ترلاسه کړه

نن په دوه‌یمه لوبه کې صداقت لوبډلې له غوره فعالیت سره د آریا فورج لوبډلې ته ۴ـ ۱ ماتې ورکړه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۴

د افغان فوټسال غوره لیګ په پېنځمه لوبه کې جوانان میهن لوبډلې د اتحاد هرات لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

نن په دوه‌یمه لوبه کې صداقت لوبډلې له غوره فعالیت سره د آریا فورج لوبډلې ته ۴ـ ۱ ماتې ورکړه.

دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره کیږي.

د دې لیګ په اوومه لوبه کې به  د دوشنبې پر ورځ د دیارسنايي او پیروزي پنجشېر لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.

په اتمه لوبه کې به نورزاد لوبډله له ظاهر اسد لوبډلې سره مخامخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Trending

Exit mobile version