تازه خبرونه

د افغانستان له فضايي حریم څخه عبوري الوتنې زیاتې شوې دي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند وايي؛ د افغانستان فضا اوس تر ټولو امنه ده او ټول ملکي نړیوال هوايي شرکتونه کولی شي له دې فضا څخه ګټه پورته کړي.

Published

on

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې راپدېخوا د هېواد پر هوايي حریم الوتنې زیاتې شوې دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند وايي؛ د افغانستان فضا اوس تر ټولو امنه ده او ټول ملکي نړیوال هوايي شرکتونه کولی شي له دې فضا څخه ګټه پورته کړي.

حکمت الله آصفي ډاډ څرګندوي، چې د هېواد دپېنځه نړیوالو هوايي ډګرونو په ګډون ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دی او هره ورځ نورمالې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله آصفي وایي: د افغانستان له هوايي حریم څخه عبوري الوتکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي راغلي او د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ټولو نړیوالو هوايي شرکتونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له امن او مصوون هوايي حریم څخه د خپلو ملکي پروازونو لپاره ګټه پورته کولی شي)).

د خصوصي سکټورغړي هم د افغا نستان له هوايي حریم څخه د نړیوالو پروازونو عبور له اقتصادي پلوه افغانستان ته مهم بولي او څرګندوي، چې د دې لړۍ د دوام لپاره باید د ټرانسپورت وزارت په خپل خدماتو کې بهتري او پراختیا رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو ځیني کارپوهان هم د هېواد له هوايي حریم څخه  د نړیوالوعبوري پروازونو پراختیا له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره اړینه بولي او وایي، چې افغان حکومت باید نړیوالو پروازونو ته د ښه خدماتو د وړاندې کولو لپاره خپل تدابیر پراخ کړي، چې په دوامداره توګه د پرزارونو د پراختیا لامل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبې افغان ویلي: ((د منځني ختیځ د وروستیو جنجالونو له کبله په رښتیا هم هوايي شرکتونه د افغانستان له فضا څخه د پروازونو لړۍ پیل کړې. د افغانستان لپاره دا یو ښه اقدام دی؛ خو هیله ده، چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند  وزارت نړیوالو شرکتونو ته د افغانستان له فضا څخه عبوري خدمات وړاندې کړي)).

ویل کیږي، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه د نړیوالو شرکتونو د عبوري پروازونو پراختیا کولی شي، چې د هېواد پر ملي عوایدو هم مثبت اغېز وکړي.

Trending

Exit mobile version