لوبی

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله هند ته سفر کوي

دا سیالۍ به د روان کال د لړم له شپږویشتمې څخه د لیندۍ تر نهمې / د نومبر له اووه‌لسمې څخه تر دېرشمې پورې د هند په بنګلور کې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان د ځوانانو کرکټ لوبډله به په درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ګډون لپاره هند ته سفر وکړي.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په دې سیالیو کې به د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف او بې لوبډلې برخه واخلي.

دا سیالۍ به د روان کال د لړم له شپږویشتمې څخه د لیندۍ تر نهمې / د نومبر له اووه‌لسمې څخه تر دېرشمې پورې د هند په بنګلور کې ترسره شي.

دغه راز د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله د بنګله دېش له ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرکټ لوبډلې پر وړاندې د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.

دا لړۍ به د ۱۴۰۴ کال د لړم پر شپږمه پیل شي او د روانې میاشتې تر اته‌لسمې پورې به د بنګله دېش په دوه بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د هېواد ځوان ملي لوبغاړي به د تلې پر اته‌لسمه له کابل څخه بنګله دېش ته ولاړ شي او د لړۍ له پیل مخکې به په یوه اوونیزه روزنیزو هڅو کې برخه واخلي، چې بشپړ چمتووالی ولري.

د لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د لړم پر شپږمه او نهمه په باګورا کې ترسره شي او بیا به دواړه لوبډلې پر دولسمه، پېنځلسمه او اته‌لسمه د وروستیو درې لوبو لپاره راجشاهي ښار ته سفر وکړي.

دا سیالۍ د آسیا جام، نړیوال جام او نورو راتلونکو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې د چمتووالي یوه برخه ده.

Trending

Exit mobile version