تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د کانادا د بشردوستانه مرستو د اسانتیاوو قانون توشیح شو

Published

on

د کانادا حکومت په ډاګه کړې؛ افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لایحه، د پارلمان له تصویب وروسته سلطنتي مقام هم توشیح کړه.

دغه مرستې کېدی شي د روغتیایی خدماتو، زده‌کړو، معیشت، بشري حقونو او د مهاجرتي فعالیتونو لکه د مهاجرینو د بیا میشتیدنې او لیږد په برخو کې وي.

د کانادا د عامه خوندیتوب وزیر مارکو میندیسینو ویلي: د افغانستان له خلکو سره د کانادا ژمنې د کابل له سقوط سره پای ته نه رسیږي. که دا د مرستو برابرولو او یا د کډوالو د کوربتوب په برخه کې وي؛ مونږ له زیانمنو افغانانو سره یوو.

هغه زیاته کړې: دا قانون ښیي، چې مونږ کولی شو د کانادا قوانینو ته د درناوي او د تروریزم پر وړاندې د قوي کیدو په وخت کې خپل مسوولیتونه ترسره کړو.

د کانادا د نړیوالې پراختیا وزیر هرجیت ساجان یادونه وکړه، چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له یوه وېروونکي بشري ناورین سره مخ دي. دغه راز د کانادا بېړنۍ مرستې به هغو کسانو ته روانې وي، چې ورته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو احصائیوي څرګندونې ښيي؛ په ۲۰۲۳ ږ. کال کې به په افغانستان کې له ۲۸ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې د وګړیو دوه پر درېیمه برخه جوړوي.

ویل کیږي، چې د تېر کال پر پرتله سږ کال د اړمنو کسانو شمېر ۱۸ سلنه ډېر شوی دی.

Trending

Exit mobile version