تازه خبرونه

د افغانستان مدني ټولنې د ملي یوالي د حکومت تمثیلي کابینه معرفي کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان مدني ټولنې د اعتراض په ډول د تمثیلي کابینې د معرفي کولو تر څنګ د ملي یووالي د حکومت سل ناکامې ورځې په ځانګړیو مراسمو سره ولمانځلې.
د تمثیلي کابینې غړیو له ولسمشر او اجرايي رییس څخه وغوښتل چې کړکیچونه حل کړي او کابینه جوړه کړي.
په دغه تمثیلي او سمبولیکه کابینه کې د ښځو او نارینه وو سربیره هندوان او سیکان هم شامل دي.
د سمبولیکې کابینې غړیو د خپلو وزارتونو ستونزې یوې پوکاڼې ته ورته وبللې او د حل کولو په نیت یې پوکاڼې وچولې.
طاهر هاشمي یو له سیاسي کارپوهانو څخه هم په دې باور دی چې حکومت د خلکو د باور په تر لاسه کولو کې پاتې راغلی.
کابل ښاریان وايي چې دوی هم نور له دغه حالت څخه ستړي شوي دي.
د ملي یووالي د حکومت سل ورځې تیرې شوې؛ خو د نوې کابینې هیڅ غړی نه دی معرفي شوی. ټول لوړ حکومتي پوستونه او ولایتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي چې دغه حالت خلکو ته ګڼې ستونزې راپورته کړي دي.

Trending

Exit mobile version