سیمه ییز خبرونه
د افغانستان نړيوال بانك د ۲۰۱۲ز.كال تر ټولو غوره بانك ونومول شو
بنكر نومې بريتانوي خپرونه د افغانستان نړيوال بانك د افغانستان په شپاړس بانكونو كې تر ټولو غوره بانك بولي.
د بريتانيا چاپ خپرونې بنكر، چې د بانكدارۍ اړوند خپرونې لري؛ هر كال هغو بانكونو ته، چې غوره كار كوي، د غوره بانك لقب وركوي. سږ كال د افغانستان په ۱۶ بانكونو كې د افغانستان نړيوال بانك په دې وتوانيد، چې په دې خپرونه كې د افغانستان د ۲۰۱۲ز.كال د غوره بانك لقب وگټي.
د افغانستان نړيوال بانك رييس خليل الله صديق وايي:
بانكي خدمتونه مو د نړيوالو معيارونو له مخې رامنځته شوي؛ د خلكو پيسې خوندي دي او د بانكدارۍ چارې په سمه توگه تر سره كيږي. دا ټينگار لامل شو، چې د افغانستان نړيوال بانك د غوره بانك لقب خپل كړي.
د دې بانك د رييس په وينا:
له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته په افغانستان كې دا بانك هيڅ راز اندېښنه نه لري او له دې كال وروسته به هم خپلو فعاليتونو ته دوام وركړي.
دا بانك همدا اوس ۵۲ زره انفرادي مشتريان او له نورو شركتونو څخه له ۱۳زره او دوه سوه ډېر نور مشتريان لري.