تازه خبرونه

د افغانستان نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړ دي – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۰, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د وروستي امریکایي سرتېري له وتلو وروسته په افغانستان کې د لومړنیو خدماتو او لومړنیو مرستو له بشپړ کمي خبرداری ورکړ او څرګندوي، چې په افغانستان کې یو بشري ناورین د رامنځته کېدو په حال کې دی.

ګوټیریز د سې شنبې پر ورځ د سنبلې ۹ په نیویارک کې اعلام  کړه، چې افغانانو لومړنيو توکو ته لاسرسی له لاسه ورکوي. د افغانستان شاوخوا ۱۸ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې په هرو درې افغانانو کې یو کس هم نشي کولی د خپلو خواړو له خوندیتوبه برخمن پاې شي.

ګوترش د افغانستان د اوسني وضعیت روښانه انځور وړاندې کړی او وایي، چې اټکل کیږي له نیمایي ډېر ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ راتلونکي کال به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې ویلي، چې افغان ماشومان، نرینه او ښځې اوس تر بل هر وخت نړیوال ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري او باید افغانستان ته مالي سرچینې ځانګړې شي.

ګوترش زیاته کړې، چې ملګري ملتونه دمګړۍ له ۸ میلیون افغانانو سره مرستې کوي؛ خو د سختې وچکالۍ او راروان  ژمي له کبله بېړنیو خواړو او سرپناوو ته اړتیا ده. هغه له ​​نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې ژر تر ژره افغانستان ته طبي تجهیزات ولیږي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په روان کال کې شونې ده، چې له هېواده ۵۰۰۰۰۰ افغانان ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي ټولنې هېوادونه هم غواړي له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

Trending

Exit mobile version