تازه خبرونه

د افغانستان هوايي شرکتونه به د اروپایي هېوادو له تورلیست څخه وباسو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، چې ډ ېر ژر به د افغانستان هوايي شرکتونه د اروپایي هېوادو له تورلیست څخه و باسواو هغه معیارونه، چې له تور لیست څخه د وتلو لپاره د اروپايي اتحاد يي له خوا د افغانستان هوايي شرکتونو لپاره غوره شوي اوس بشپړ شوي دی.
د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې مرستیال شاه محمود حبیبی وایي:
د دغی اداري په رامنځته کیدو ټول شرایط بشپړ شوي او د ارزونې لپاره به ډېر ژر له اروپايي ټولنې سره شریک شي.
نوموړی زیاتوي، د تېر په پرتله د افغانستان د هوايي چلند په برخه کې ډېر کارونه شوي.
د نوموړي په وینا؛ د هوايي چلند د قانون جوړښت، د الوتنو مصونیت او د هوايي ډاگرونو د امنیت چارې د افغانانو له خوا اداره کیږي او نږدي ۵۰۰ کسانو ته په دی برخه کې په مسلکی ډول روزنه ورکول کیږي.
اوس مهال د افغانستان کورني هوايي شرکتونه د ولایتونو په گډون؛ یو شمېر عربي هېوادونو، ترکیې، هندوستان او آسیايي هېوادونو ته الوتنه لري.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که افغان هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړشي، چې اروپايي هېوادو نو ته الوتنه ولري؛ نو د اقتصادي ښیگڼو تر څنگ به یو نړیوال اعتبار هم خپل کړي.
د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان هوايي شرکتونه په ۲۰۱۰ میلادي کال په تور لیست کې شامل شوِ وه.

Trending

Exit mobile version