تازه خبرونه
د افغانستان په اړه به د مسکو بله غونډه په سپتمبر کې جوړه شي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري آژانس ته څرګنده کړې؛ د سپتمبر پر ۲۹ نېټه به په کازان کې د افغانستان په اړه د مسکو نوې غونډه جوړه شي.
د ضمیر کابلوف د څرګندونو له مخې؛ راتلونکې غونډه به د افغانستان د اسلامي امارت د لنډمهالي حکومت پر ګډون راوڅرخېږي.
کابلوف ویلي؛ تر اوسه پورې مونږ [په دې مسله کې هیڅ پرمختګ نهدی لیدلی]. له همدې کبله مونږ خپل کار ته د دوام ورکولو لپاره غونډه کوو.
هغه زياته کړې، چې په دې ناسته کې به د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وشي.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په دې ناسته کې خپل ګډون مخکې تر مخکې تائید کړی دی.
د دغه استازي د څرګندونو له مخې؛ نږدې نیمو ګډونکوونکیو په دې ناسته کې خپل ګډون تاېید کړی او مونږ پاتې ګډونوالو ته په تمه یوو او ورته پوره وخت لرو.
د افغانستان په اړه د مسکو مخکنۍ غونډه د تېر کال په نومبر میاشت کې د مسکو پر کوربهتوب شوې وه. د ناستو دا بڼه په ۲۰۱۷ ز. کال کې د افغانستان د ملي پخلاینې د بهیر د پرمخ بیولو په موخه رامنځته شوه شوې وه. په دې ناسته کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل هېوادونه ول.