تازه خبرونه

د افغانستان په تړاو د ازبکستان او بریټانیا ترمنځ پر همکاريو ټینګار ښکاره شو

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو سیاسي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د بریټانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د مرکزي آسیا او ختیځې اروپا هېوادونو د همکارۍ د څانګې له مرستیال مارک کلیټون سره ولیدل.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو سیاسي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته د نغوتې تر څنګ دواړو خواوو د همکاریو نوې او کیفیت لرونکې کچې ته پر وده ورکولو ټینګار وشو.

همدارنګه د غونډې په بهیر کې د امنیت او د افغانستان د سولې په اړه د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاري پر بیاکتنه غور وشو.

غونډه په یوه رغنده چاپېریال کې ترسره شوه او دواړو خواوو د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز ثبات د ملاتړ لپاره د ازبکستان او بریټانیا ترمنځ د عملي خبرو پر دوام ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version