روغتيا
د افغانستان په روغتونونو کې د رواني روغتیا خدماتو نشتوالی د اندېښنې وړ دي
دې نړیوال بنسټ اوسنی وضعیت د کلونو جګړو، اقتصادي ناورین او پراخ رواني فشار پایله ګڼلې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړی؛ سره له دې، چې د افغانانو رواني روغتیا درملنې ته سخته اړتیا ده؛ خو د دې هېواد ۳۴ ولایتي روغتونونه اوس هم په دې برخه کې تخصصي آسانتیاوې نلري.
دې نړیوال بنسټ اوسنی وضعیت د کلونو جګړو، اقتصادي ناورین او پراخ رواني فشار پایله ګڼلې ده.
د دې ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ په افغانستان کې د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ د ښهوالي لپاره یو پروګرام پیل شوی دی. دا پروګرام د روغتونونو له لارې ترسره کیږي، چې پر زیان منونکو خلکو راڅرخیږي.
د رواني روغتیا د تخصصي چارو د کمښت د حل لپاره د روغتیا نړیوالې ټولنې یوه تجربوي پروژه پیل کړې، چې په کې د شدیدو رواني اختلالاتو د درملنې لپاره په یو شمېر ولایتي روغتونونو کې د بستر ځانګړې څانګې فعالې شوې دي.
د دې پلان پر بنسټ په بامیان، بدخشان، فراه او نیمروز ولایتونو کې د اته بسترونو ظرفیت لرونکي مرکزونه جوړ شوي دي.
د کندهار ولایت په عینو مېنه روغتون کې یو لوی ۲۰ بستریز مرکز هم جوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې د دې مرکزونو موخه نه یوازې د رواني نښو درملنه ده، بلکې له ناروغانو سره د دوی د ژوند بیا رغولو، د کورنۍ اړیکو بېرته راګرځولو او ټولنې ته په بېرته راستنېدا کې مرسته کول هم دي.
ویل کیږي، چې دې بنسټ د دې پروګرام د ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د دې چارو پراختیا او دوام د افغانانو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو اړین کار دی.