سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په شمال كې تازه دمو سويډني ځواكونو فعاليت پيل كړ
د افغانستان په شمال كې له افغان ځواكونو سره د بشپړې مشورې په موخه نويو سويډنې ځواكونو په فعاليت پيل وكړ.
د دغو ځواكونو كوماندان مايكل كلاسون وايي:
د افغانستان په څلورشمالي ولايتونو كې به دا ځواكونه د خپل شپږ مياشتني ماموريت په ترڅ كې افغان ځواكونو ته د پوځې تجربو او مسلكې زده كړو زمينه برابره كړي.
د سويډن د پوځې قانون له مخې د دغه هېواد ځواكونه به د شپږ مياشتو په ترڅ كې خپل ځاى نويو ځواكونو ته پريږدي.
په شمال كې د سويډنۍ ځواكونو كوماندان مایکل کلاسون په ډاگه كړې، چې:
سره له دې، چې له نويو او د لږې تجربې درلودونكيو ځواكونو سره افغانستان ته راغلى يم؛ خو زما د كارونو په لومړيتوب كې مشوره وركول، د افغان ځواكونو د ستونزو اوريدل او له هغوى سره همكاري ده. زما دنده به له ستونزو او ننگونو سره مخ وي، په هغه لږ وخت كې، چې زه يې لرم كوښښ كوم، چې افغان ځواكونو ته تر ټولو زيات امكانات برابر كړم .
په شمال كې د سويډن ملكي استازى هنریک لندر هولم وايي، چې:
نړيواله ټولنه بايد په ۲۰۱۴ز. كال كې يوازې د وتلو په فكر كې ونه وسي، بلكې د ځواكونو وتل بايد په مسولانه ډول پاى ته ورسوي او له افغانستان سره د خپلو نويو اړيكو پړاو پيل كړي.
له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته يوه لويه اندېښنه، چې د افغانستان خلك به يې ولري هغه اداري فساد دى او افغان دولت بايد په دې برخه كې هڅې وكړي، چې مرستې گټورې تمامې شي.
اوس مهال شاوخوا د ائتلاف يو سل و دولس زره سرتېري د افغان ځواكونو په روزنه بوخت دي، چې سويډنې سرتېري يې هم د همدغو سرتېرو برخه ده.