تازه خبرونه
د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې پیل شوې
په بلخ ولایت کې د قوش تیپې کانال، چې د هېواد د سترو کانالونو څخه دی د جوړیدو چارې یې نن د وري ۱۰ د اسلامی امارت د لوړپوړیو چارواکو لخوا پیل شوې.
د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سوداګرې او صنعت، کرنې او اوبو لګولو، اطلاعاتو او فرهنګ، د قومونو او قبایلو چارو وزارتونو چارسمبالو او همدارنګه د شمالي ولایتونو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.
ملا برادر دا پروژه د هېواد د کرنې د ودې په برخه کې اغېزناکه وګڼله او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د دې پروژې له پلي کیدو سره همکاري او ملاتړ وکړي.
د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو سرپرستانو هم ویلي، چې د دې پروژې له بشپړیدو سره به افغانستان د غنمو د تولید په برخه کې ځانبساینې ته ورسيږي او ان دا، چې نورو هېوادونو ته به یې هم صادر کړي.
د کرنې وزارت چارسمبالي عبدالرحمن راشد ويلي، چې افغانستان تراوسه پورې هم په اقتصادي اشغال کې راګیر دی او ان تردې پورې، چې خپلې شتمنۍ یې په واک کې ندي.
دی وايي، چې د هېواد د اوبو مدیریت، د بیارغونې پروژو او کرنیزو پروژو په عملي کولو سره به د افغانستان اقتصادي اشغال ته د پای ټکی کیدي.
نوموړی وایي: دښمن مونږ اقتصادي اشغال کړي یوو؛ شتمنۍ او پيسې مو په واک کې نه دي. مونږ باید د کرنې له لارې له اقتصادي اشغاله ځان وژغورو. ډېری اوبه مو درلودې؛ خو مدیریت نشوې. زمونږ له اوبو څخه نورو ګټه پورته کوله. مونږ باید اوبه مدیریت کړو.
د قومونو او قبایلو چارو وزارت چارسمبالي نورالله نوري وایي: اوس په افغانستان کې امنیت ښه شوی دی، وژنې پای ته رسیدلي او باید د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې ترسره شي او د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار وکړو.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي هم ويلي، چې افغانستان اوس هم هر کال له دوه میلیارډ ډالرو څخه ډېرې پیسې د غنمو،غوړیو او نورو خوراکي توکو پر پېرودلو لګوي، چې په کور د ننه د کرنیزو پروژو له پلي کیدو سره به افغانستان له دې اړخه پر ځانبسیا شي.
نوموړي زیاته کړې؛ اټکل کیږي، چې له ۵۰ زره هکتاره ډېری ځمکه د دې پروژې لاندې نیول کیږي او مونږ کولی شو، چې هرکال دوه میلیارډ ډالر د غنمو او غوړیو په برخه کې لګوو، چې له دې پروژې سره به د لګښتونو کچه هم راټیټه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالی مولوي خیرالله خیرخواه څرګنده کړې؛ تر هغه وخته، چې د هېواد خپلې ګټې پخپًله خوندي نکړو له افغانستان سره څوک مرسته نکوي؛ نو باید ټول هڅه وکړو، چې افغانستان د نورو هېوادونو اړ پاتې نشي باید ځان بساینې ته ورسیږي.
د قوشتپې کانال، چې ۲۸۵ کیلو مټره اوږدوالی لري د آمو له سیند څخه پيل د حیرتانو له دښتو څخه تېریږي؛ د بلخ تر دولت أباد، د جوزجان، اقچې او فاریاب اندخوی ولسوالیو رسيږي.
د دې کانال لومړۍ برخه، چي ۱۰۸ کیلو مټره ده په یوه کال کې او دوه یمه او درېیمه برخه یې ۱۷۷ کیلو مټره ده، چي په راتلونکیو پېنځه کلونو کې به بشپړه شي. دا کانال ټول ټال پېنځه سوه پنځوس زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

