تازه خبرونه

د افغانستان په لویدیځ کې څو زلزلو لږ تر لږه ۵۵ کسانوته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۲)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي؛ په هرات ولایت کې نن (شنبه د تلې ۱۵ ) د څو زلزلو په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي، دغه مرګ و ژوبله د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د سایق د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه لومړنۍ ده او د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.

د هغه په ​​وينا، په فراه او بادغيس ولايتونو کې هم يو شمېر کورونه په جزوي توګه ويجاړ شوي دي.

زلزله پر ځايي وخت د سهار پر ۱۱ بجو پیل شوه او د هرات ښار اوسیدونکي او هټیوال یې له د ودانیو پریښودو ته اړ کړل.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په هرات، فراه او بادغېس ولایتونو کې د زلزلې له زيانمنو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړیو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې، چې د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي، له ټولو شته امکاناتو دې کار واخلي، د زيانمنو شويو هېوادوالو لاسنیوی دې وکړي او هر ډول لازمې مرستې دې ورسره وکړي.

په افغانستان کې د ایران سفارت څرګنده کړې؛ چمتو دي، چې د بشري مرستو د لېږد لپاره سرحدي خدمات ډېر کړي.

د دغه بنسټ په ایکس پاڼه کې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د هرات زلزلې له قربانیانو او ټپیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د بشردوستانه همکاریو په چوکاټ کې د نړیوالو مرستو منلو او مستقیمو مرستو ته چمتو دی او د سیمه‌ییزو اړیکو د کمیتې او غازان بیانیې  له لارې د بشري مرستو د لیږد لپاره خپل سرحدي خدمات زیاتوي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د  راپور له مخې؛ په افغانستان کې نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د رښتر پر کچه ۶،۳ درجې دوه زلزلې وشوې او ورپسې د رښتر پر کچه ۵،۵ درجې زلزلې وشوې.

دې ادارې خبرداری ورکړی، چې د سلګونه احتمالي مړینه او همدارنګه احتمالي پراخه زیانونه شتون لري؛ ځکه، چې دې کچې زلزلو سیمه‌ییز او ملي غبرګونو ته اړتیا لرلې ده.

د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت یوه ویاند د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دا مرګ و ژوبله لومړنۍ ده او هغه اندېښنه لري، چې دا به نوره هم زیاته شي؛ ځکه، چې په کلیو او غرنیو سیمو کې هم د ځمکې ښویېدنې پېښې رامنځته شوې دي.

د هرات د عامې روغتیا رییس محمد طالب شاهد هم یادې خبري سرچینې ته ویلي؛ دا احصائیه وروستۍ نه‌ده او اوس هم خلک تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.

د يادونې ده، چې هرات د افغانستان فرهنګي پلازمېنه ده، چې شاوخوا ۱،۹ ميليون نفوس لري.

Trending

Exit mobile version