تازه خبرونه
د افغانستان په مشرۍ د سولې نوې مرستندویه ډله جوړه شوې
د ایران ایرنا خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر له قوله ویلي، چې دا نوې ډله د افغانستان په غوښتنه په برلین کې د افغانستان په اړه د تماس د نړیوال ګروپ د غونډې تر څنګ جوړه شوه.
ښاغلي اتمر ویلي، چې د دې ډلې مشري به د افغانستان په غاړه وي.
نوموړي زیاته کړې، جې شپږ جمع افغانستان موخه له تروریزم سره په ګډه مبارزه، په افغانستان او ټوله سیمه کې د امنیت له ښه کېدا سره مرسته ده.
اتمر زیاته کړې؛ د جي شپږ جمع یو موخه دا نده، چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیز ګروپ ځای ونیسي.
د اتمر په وینا؛ د څلوراړخیز ګروپ دنده دا ده، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.
ایران، روسیې او هند مخکې ویلي وه؛ د افغانستان په سوله کې رول لوبولو ته چمتو دي او دوی هم لیواله دي، چې په څلوراړخیز ګروپ کې شامل وي.