تازه خبرونه

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي له امیرخان متقي او انس حقاني سره ولیدل

د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.

Published

on

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان په چارو کې د دې هېواد ځانګړي استازي یوشیائویونګ افغانستان او قطر ته په خپل سیمه‌ییز سفر کې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.

د دې سفر پر مهال د چین ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د اسلامي امارت له لوړپوړي سلاکار انس حقاني سره بېلابېلې لیدنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د چین او افغانستان پر اړیکو، دوه‌اړخیزو همکاریو او یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

چین د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو وروسته له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلي او په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی دی.

دغه راز بیجینګ د سوداګرۍ، بنسټیزو پروژو او سیمه‌ییزو همکاریو په برخو کې له افغانستان سره پراخې خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې یو شیائویونګ د خپل سفر په لړ کې قطر ته هم تللی او هلته یې د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولتي له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدنه کړې او د ګډو ګټو پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version