تازه خبرونه

د افغانستان پولې ته څېرمه ۵۰ وسلوال ووژل شول – د پاکستاني پوځ ادعا

د پوځ د سې‌شنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وسلوال د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

Published

on

د پاکستان پوځ د سې‌شنبې پر ورځ (سې‌شنبه د زمريیوویشتمه) ویلي، چې ډیورند کرښې ته نږدې یې په تېرو څلور ورځو کې ۵۰ وسلوال وژلي دي.

د پوځ د سې‌شنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وسلوال د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

دا شمېر په خپلواکه توګه تائید یا رد شوې ندي؛ خو خپلواکو شنونکو ويلي، چې پوځ د وژل شویو وسلوالو په شمېر کې مبالغه کوي؛ خو دا څرګندونې پوځ رد کړې دي.

بلوچستان د پاکستان یو له ناکراره ایالتونو څخه دی.

د بلوچ آزادي غوښتونکې اردو په دې ایالت کې ترټولو لویه وسلواله ډله ده، چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ په سرحدي سیمو کې فعاله ده او پرپرله‌پسې ډول یې د مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په دې وروستیو کې دا ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ونیوله.

Trending

Exit mobile version