لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان غوره شل اوریز لیګ تړون لاسلیک کړ
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې قرارداد له ITW MEA شرکت سره لاسلیک شوی، چې مرکزي دفتر یې په هند کې دی او په نورو هېوادونو کې اووه څانګې لري.
د هېواد کرکټ بورډ اعلان کړی، چې دوی په متحده عربي اماراتو کې له یوې شرکت سره د افغانستان غوره شل اوریز لیګ (APL T20) د راتلونکو ۱۰ پړاوونو د ترسره کېدو لپاره رسمي قرارداد لاسليک کړ.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې قرارداد له ITW MEA شرکت سره لاسلیک شوی، چې مرکزي دفتر یې په هند کې دی او په نورو هېوادونو کې اووه څانګې لري.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا شرکت د “پانګې اچونې، تولید، پروډکشن براندینګ، مالي ملاتړ او بازار موندنې” په برخو کې فعالیت کوي. له دې مخکې دې شرکت له کرکټ نړیوالې شورا او کرکټ آسیایي شورا سره د لوبو او پروګرامونو تنظیم او مدیریت په برخو کې هم کار کړی دی او پدې برخه کې له یوې لسیزې څخه ډېره تجربه لري.
دا تړون د افغانستان کرکټ بورډ د رییس میرویس اشرف او د بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان، د ITW پر استازیتوب او د متحده عربي اماراتو او افریقا د رییس او مشر ویویک چنډرا ترمنځ لاسلیک شو.
د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان غوره شل اوریز لیګ د دوهیم پړاو وخت، نېټه او ځای به ډېر ژر د دواړو خواوو د مشرتابه شورا لخوا وټاکل شي، چې د دواړو ټیمونو غړي به په کې ګډون وکړي.
د هېواد کرکټ بورډ یو کال مخکې د یوه روڼ پروګرام له لارې د پانګونې ملګري لپاره داوطلبي اعلان کړې وه، چې موخه یې د یو اغېزمن او دوامداره پانګونې ملګري موندل ول، چې مالي او تخنیکي تخصص ولري او د لیګ پراختیا ته ژمن وي.
میرویس اشرف د افغانستان غوره شل اوریز لیګ پیل او بیا تنظیم د افغانستان کرکټ بورډ یوه بله لاسته راوړنه وبلله او څرګندوي: “د افغانستان غوره شل اوریز لیګ د دوهیم پړاو پیل او تنظیم یو ښه خبر دی، چې زمونږ هېوادوال یې د اورېدو لپاره له ډېرې مودې راپدېخوا پر تمه دی. له نېکهمرغه زمونږ د هېوادوالو انتظار پای ته رسېدلی او مونږ دا تړون لاسلیک کړی او ډېر ژر به د لیګ ځای او نېټه هم شریکه شي.”
نصیب خان هم ویلي: “د افغانستان غوره شل اوریزو لیګ تنظیمول زمونږ یو لومړیتوب و او مونږ په تېرو دوه کلونو کې د دې په اړه له ډېرو شرکتونو سره بحثونه او خبرې اترې درلودې. مونږ د دې د تنظیمولو لپاره پلانونه جوړ او تنظیم کړل؛ غونډې وشوې او بالاخره زه د یو معتبر او مشهور شرکت سره یوې پایلې ته ورسېدم. مونږ غواړو، چې دا لیګ له هر اړخه ښه تنظیم کړو او لوبغاړي به یې په اغېزمنه توګه وکاروي.”
هغه زیاته کړې: “په دې کې شک نشته، چې د افغانستان غوره شل اوریزو لیګ ترسره کول یوه جدي اړتیا وه. ادارې او لوبغاړو ته به ډېرې ګټې ورسوي؛ ځکه، چې زمونږ ډېری تکړه لوبغاړي به په کې برخه واخلي. نن ورځ دا د خوښۍ خبره ده، چې مونږ پر رسمي ډول له اړوند شرکت سره تړون لاسلیک کوو او د ادارې پر استازیتوب د دې په اړه ډېر هیله من او خوشبین یوو.”
د شرکت مشر ویویک چنډرا هم ویلي: “مونږ ډېر خوښ یوو، چې په افغانستان غوره شل اوریز لیګ کې له افغانستان کرکټ بورډ سره پانګونه کوو او هیله لرو، چې په دې برخه کې د یو ښه ملګري په توګه خپل رول ولوبوو؛ ځکه، چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ او سپورټ په نړۍ کې یو لوی نوم دی، چې په ډېر لنډ وخت کې یې لوی او بېساری پرمختګ کړی دی او مونږ ژمن یوو، چې د دې لیګ د لا پرمختګ لپاره سخت کار وکړو.”
د یادونې ده، چې د افغانستان غوره شل اوریز لیګ لومړی پړاو د ۲۰۱۸ کال په اوکټوبر کې د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب ترسره شو، چې پېنځه لوبډلې په کې حاضرې وې.