لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر درې لوبغاړو بندیزونه ولګول
(Last Updated On: مرغومی ۵, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې د هېواد د ملي لوبډلې د درې لوبغاړو؛ مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین حق قراردادونه د یوه کال لپاره وځنډوي او دغه لوبغاړي به د دوه نورو کلونو لپاره په بهرنیو لیګونو کې د ګډون اجازه ونهلري.
دغې ادارې د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا پرېکړه یې؛ ځکه کړې، چې دغو لوبغاړو په سوداګریزو لیګونو کې د ګډون پر ځای شخصي ګټې لوړې ګڼلې.
د هېواد کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ يادو لوبغاړو دې ادارې ته خبر ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال تړون به لاسليک نهکړي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ خپله پرېکړه د کرکټ له نړيوالې شورا، د آسيا کرکټ شورا او د نورو هېوادونو له کرکټ بورډونو سره شريکوي، چې په جدي توګه عملي شي.