لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ مشر په شارجه کې د کرکټ شورا له مشرانو سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۷, ۱۴۰۰)

د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې د دې بنسټ اجرائیوي مشر حامد شینواري د د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د کرکټ شورا له مشرانو(عبدالرحمن بوخاطر، عیسی هلال الحزمي او ولید بوخاطر) سره دواړو لوریو د کرکټ پره بېلابېلو برخو بحث او هوکړې ترسره کړې دي.

د کرکټ بورد د څرګندونو له مخې؛ حامد شینواري او د شارجه کرکټ کونسل مسوولینو په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د مرستو زیاتولو خبرې اترې کړې دي.

په دغه ناسته کې همدا راز د راتلونکیو لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ته د شارجه کرکټ لوبغالي د ورکولو او د ملي لوبغاړیو د ویزو پر ستونزو هم خبرې وشوې.

د شارجه کرکټ شورا مسوولینو ژمنه کړې، چې له دې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ کولی شي د ملي لوبډلې ټولې نړیوالې لوبې په خپل کوربتوب په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړیو د ویزو د ستونزو د حل په برخه کې به هم لازمه همکاري وکړي. 

همدارنګه دغې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته په یادې کې د یوه ځانګړي دفتر د جوړولو ډاډ هم څرګند کړی دی.

د شارجه کرکټ اعلی چارسمبالي عبدالرحمن بوخاطر ویلي: خوښ یم، چې د افغانستان کرکټ په تېرو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي او په راتلونکې کې هم ورته د نورو بریاوو هیله لرم.

نوموړي زیاته کړې؛ شارجه کرکټ شورا به د افغانستان له کرکټ سره د پخوا په څیر خپل ملاتړ روان ساتي. 

د یادونې ده، چې حامد شینواري د شارجه کرکټ شورا مشران کابل ته راوبلل او هغوی هم پر ورین تندي دغه بلنه منلې او ژمنه یې وکړه، چې په یو مناسب وخت کې به یاد سفر ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version