Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې اماراتو ته د ۸ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

Afghans bowled out the hosts for 88 runs in the 36.3 overs

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیزو پنځوس اوره سیالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته د ۸ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د اماراتو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۸۹ منډې هدف وټاکه او افغانستان په ۲۱.۲ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو ترلاسه کړ.

دا د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې درېیمه بریا ده، چې د دغو سیالیو په لړ کې یې پر برخه کیږي.

افغانستان به د سې‌شنبې پر ورځ په پای لوبه کې له پاکستان سره مخ شي.

لوبی

په آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل

د هوکړې له مخې، د سیالیو شپږ واړه فرنچایزونه مکلف دي، چې په خپلو لوبډلو کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي ولري.

Published

on

 

د آی ال ټي ۲۰ سیالیو په پنځم پړاو کې به ۲۵ افغان کرکټ لوبغاړي د شپږ لوبډلو په جوړښت کې ولوبېږي؛ دا د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د سټراټیژیکې همکارۍ په پایله کې شونې شوې ده.

د هوکړې له مخې، د سیالیو شپږ واړه فرنچایزونه مکلف دي، چې په خپلو لوبډلو کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي ولري.

په قرارداد ترلاسه کوونکو ۲۵ لوبغاړو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پېژندل شوي لوبغاړي لکه راشد خان، محمد نبي، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او عظمت‌الله عمرزی هم شامل دي.

د دوی ترڅنګ یو شمېر ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو هم په دې سیالیو کې د ګډون فرصت ترلاسه کړی دی.

د ۲۵ افغان لوبغاړو نومونه د شپږ لوبډلو په جوړښت کې دادي:

ابوظبي نایټ رایډرز

  • ګلبدین نایب
  • قیس احمد
  • عرب ګل
  • عبدالله تره‌خېل

ډیزرټ وایپرز

  • مجیب الرحمن
  • ننګیالی خروټی
  • سلیم ساپی
  • عبدالله احمدزی

دوبۍ کپېټلز

  • نور احمد
  • صدیق‌الله اتل
  • کریم جنت
  • دروېش رسولي

ګلف جاینټس

  • رحمان‌الله ګربز
  • ابراهیم ځدراڼ
  • عظمت‌الله عمرزی
  • عمران میر
  • وحیدالله ځدراڼ

ام آی امارات

  • راشد خان
  • فضل‌الحق فاروقي
  • الله‌محمد غضنفر
  • فریدون داوودزی

شارجه واریرز

  • محمد نبي
  • وقار سلام‌خېل
  • فرید ملک
  • شرف‌الدین اشرف

افغان لوبغاړو په داوطلبۍ کې ښه جګ تړونونه ترلاسه کړل

په وروستۍ داوطلبۍ کې افغان لوبغاړو د پام وړ مالي تړونونه ترلاسه کړل.

فضل‌الحق فاروقي د افغان لوبغاړو په ډله کې تر ټولو جګ تړون ترلاسه کړ او له ام آی امارات لوبډلې سره یې د درې سوه او اتیا زره امریکايي ډالرو پر ارزښت تړون لاسلیک کړ.

رحمان‌الله ګربز له ګلف جاینټس لوبډلې سره د درې سوه او لس زره ډالرو پر ارزښت خپل قرارداد وساته او الله‌محمد غضنفر له ام آی امارات سره د یو سل او پنځوس زره ډالرو پر ارزښت قرارداد ترلاسه کړ.

دغه راز محمد نبي له شارجه واریرز سره د یو سل او څلوېښت زره ډالرو او ګلبدین نایب له ابوظبي نایټ رایډرز سره د پنځه اویا زره ډالرو پر ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

دا تړونونه په نړیوالو شل‌آوریزو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د مخ پر زیاتېدونکي ارزښت او غوښتنې څرګندونه کوي؛ ځکه افغان لوبغاړي د توپ‌وهنې او توپ‌اچونې په دواړو برخو کې د پام وړ وړتیا لري.

آی ال ټي ۲۰ د افغان کرکټ د ودې لپاره مهم فرصت دی

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ځدراڼ د آی ال ټي ۲۰ سیالیو په پنځم پړاو کې د ۲۵ افغان لوبغاړو ګډون د هېواد د کرکټ د ودې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

نوموړي د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو او آی ال ټي۲۰ ترمنځ د سټراټیژیکې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او څرګندوي، چې دغې همکارۍ افغان لوبغاړو ته د لوبېدو فرصتونه برابر کړي او په افغانستان کې یې د کرکټ د پراختیا زمینه هم برابره کړې ده.

د آی ال ټي۲۰ سیالیو پنځم پړاو به د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې د ډسمبر تر شلمې دوام وکړي، چې په کې به یې د متحده عربي اماراتو په بېلابېلو لوبغالو کې ۳۴ لوبې ترسره شي.

د دغو سیالیو دفاعي اتله ډیزرټ وایپرز لوبډله به د نومبر پر یوویشتمه په پرانیستونکې لوبه کې له ام آی امارات سره مخ شي.

د آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي او د هېواد د کرکټ مینه‌وال به وکولی شي، چې ټولې ۳۴ لوبې پر ژوندۍ بڼه وګوري.

په دغو سیالیو کې د ۲۵ افغان لوبغاړو ګډون او په هره لوبډله کې د لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړو د شتون شرط، د افغانستان د کرکټ د مخ پر ودې وړتیاوو د څرګندولو لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.

Continue Reading

لوبی

ارمان اف‌سي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه

د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د دوشنبې پر ورځ، د نومبر پر شپاړلسمه، د عینو مېنې او آریانا اف‌سي ترمنځ په لوبه پای ته ورسېږي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۵, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ په لوبو کې ارمان اف‌سي استقلال کابل ته ۵ پر ۰ ماتې ورکړه.

سلیمان آریا د لوبې په لومړۍ دقیقه کې ارمان اف‌سي ته لومړی ګول وواهه. رستمي په څلورڅلوېښتمه دقیقه کې دوه‌یم ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د ارمان اف‌سي د دوه ګولونو پر بریا پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې مالکوم اشعیا شا په شپږپنځوسمه دقیقه کې درېیم ګول وواهه.

د ارمان اف‌سي لوبډلمشر حفیظ مهجور په نهه‌شپېتمه دقیقه کې څلورم ګول وواهه او دامولا آکاني په نوییمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه.

حفیظ مهجور د لوبې په پای کې د ډګر غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان د اتلانو لیګ روشن پایلوبه دوشنبه کېږي

د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د دوشنبې پر ورځ، د نومبر پر شپاړلسمه، د عینو مېنې او آریانا اف‌سي ترمنځ په لوبه پای ته ورسېږي.

په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی او د ۹ اوونیو په اوږدو کې یې د  تګ‌راتګ ۹۰لوبې ترسره کړې دي.

د دغو سیالیو وروستۍ لوبه به په ټول هېواد کې د آریانا راډیو ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپره شي.

Continue Reading

لوبی

په آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو

د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.

Published

on

د ډي‌پي ورلډ نړیوال شل‌آوریز لیګ( آی ال ټي ۲۰) د خپل پنځم پړاو لپاره د لوبو نوي اصول اعلان کړي، چې له مخې به یې په هره لوبډله کې د متحده عربي اماراتو او افغانستان لوبغاړو ته د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ځانګړی ځای ورکړ شي.

د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.

دغه بدلون د افغانستان کرکټ لوبغاړو ته اړین فرصت برابروي؛ ځکه د سیالیو په ټول بهیر کې به په هره لوبډله کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ولوبېږي.

دغه شرط به د لوبې پر مهال د لوبغاړو د بدلولو او د ځانګړو بدیل لوبغاړو د کارولو پر وخت هم پر ځای وي.

که د متحده عربي اماراتو، افغانستان یا د کرکټ د همکارو غړيو هېوادونو کوم لوبغاړی له لوبې ووځي؛ نو که لوبډلې یوازې د اړوندې ډلې لږ تر لږه ټاکل شوی شمېر لوبغاړي غوره کړي وي، باید پر ځای یې د هماغې ډلې بل لوبغاړی ولوبوي.

دا نوي اصول د آی ال ټي ۲۰ لیګ د هغو پراخو هڅو برخه ده، چې موخه یې د سیمې او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړیو هېوادونو د لوبغاړو ونډې پیاوړي کول او د نوموتو نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته د ډېرو فرصتونو برابرول دي.

دغه لیګ د سر د ټپ له کبله د لوبغاړو د بدلولو اصول هم بدل کړي دي. له دې وروسته به لوبډلې اړ نه وي، چې د لوبې له پیل مخکې د احتمالي بدیل لوبغاړو نوملړ وړاندې کړي؛ خو هر بدیل لوبغاړی باید طبي تائید ولري، له ټپي شوي لوبغاړي سره د لوبې د وړتیا له پلوه ورته وي او د لوبڅار اجازه ترلاسه کړي. د لوبغاړو د لږ تر لږه ونډې شرطونه به هم پر خپل ځای وي.

په نورو بدلونونو کې د« توپ‌وهونکي د سیمې» پر نوم د نوي اصل رامنځته کول شامل دي، چې له مخې به یې د توپ د پراخې یا وایډ پرېکړه د توپ‌وهونکي د آف او لګ دواړو لوریو ته کېږي.

دغه راز د ۶۰ ثانیو د تم‌ساعت اصول به له دې وروسته د توپ‌وهنې پر لوبډلې هم پلي کېږي او یوازې د توپ‌اچوونکې لوبډلې پورې به محدود نه‌وي.

د توپ‌وهنې لوبډلې ته به د آورونو ترمنځ په ټاکلي وخت کې د نه‌چمتو‌والي له کبله دوه ځله خبرداری ورکول کېږي؛ خو له درېیمې سرغړونې وروسته به سیالې لوبډلې ته د جرمې پنځه منډې ورکړ شي.

د آی ال ټي ۲۰ لیګ پنځم پړاو به د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له دېرشمې څخه د لیندې نهه‌ویشتمې / د  ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې څخه د ډسمبر تر شلمې پورې دوام وکړي، چې شپږ لوبډلې به په کې ګډون وکړي او د نړۍ یو شمېر نوموتي کرکټ لوبغاړي به ولوبېږي.

تمه ده، چې د افغانستان د کرکټ نوموتي لوبغاړي راشد خان او فضل‌الحق فاروقي د ام‌آی امارات او محمد نبي د شارجه واریرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي. دغه راز به د نورو لوبډلو په ترکیب کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي ولوبېږي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه به د لړم پر دېرشمه / د نومبر پر یوویشتمه په دوبۍ کې د ډیزرټ وایپرز او ام‌آی امارات لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان لپاره په هره لوبډله کې د لږ تر لږه دوه لوبغاړو د لوبېدا تضمین ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه افغان لوبغاړو ته به د نړیوالو سیالیو د تجربې، د وړتیاوو د ښودلو او د سیمې په یوه مخکښ شل‌آوریز لیګ کې د پام وړ ونډې فرصت برابر کړي.

د دغو سیالیو ټولې لوبې به په افغانستان کې د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي. مینه‌وال کولی شي د سیالیو د تازه معلوماتو، مهالوېش او نورو خبرونو لپاره د آریانا راډیو او ټلویزیون د خواله رسنیو پاڼې هم وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!