تازه خبرونه
د افغانستان یوه کډواله د آسترالیا د مشرانو جرګې غړې شوه
افغان کډواله فاطمه پیمان، چې اوس د آسټرالیا تبعه ده، د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړې شوې ده.
د استرالیا نوي لومړي وزیر آنتوني آلبانیزي تویت کړی، چې مشرانو جرګې ته یې د کارګر ګوند د غړي فاطمه پیمان د لار موندې له کبله دې بنسټ ته مبارکي ویلې ده.
د آسترالیا د ټاکنو کمیسیون نن (دوشنبه د غبرګولي دېرشمه) د پناه غوښتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلې ټاکنې اعلان کړې.
د آسټرالیا د رسنیو د راپور له مخې؛ ۲۷ کلنه فاطمه پیمان لومړنۍ حجاب لرونکې مسلمانه ښځه ده، چې مشرانو جرګې ته یې لار وموندل.
فاطمه اته کلنه وه، چې له خپلې مور او کوچنیو وروڼو سره آسټرالیا ته تلې ده.
میرمن پیمان ویلي، چې پلار یې په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې د هند له بحر څخه په کښتۍ کې تېر شو او د یوې پناه غوښتونکي په توګه آسترالیا ته راغی، چې د خپلې میرمنې او درې ماشومانو لپاره ښه ژوند برابر کړي.
د هغې پلار په ۲۰۱۸ کال کې د سرطان پر ناروغې مړ شوی دی.