روغتيا

د افغانستان ۵۴ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۱)

د افغاني سرې میاشتې ټولنه څرګنده کړې؛ د جرمني د یوې موسسې پر مالي همکارۍ ۵۴ هغه ماشومان، چې د زړه، سوځېدنې او هډوکو پر ناروغۍ اخته ول، د درملنې لپاره هغه هېواد ته واستول شول.

د افغاني سرې میاشتې د څرګندونو له مخې؛ د دغو ماشومانو درملنه به دهکده نومې آلماني موسسې پر مالي همکارۍ وشي، چې دوه میلیون دالره لګښت پرې راځي.

د جرمني دې بنسټ په ډاګه کړې؛ تر دې دمه له ۴۵۰۰  څخه ډېر افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول شوي دي.

د دغې آلماني بنسټ مشرې کلودیا ویلي: زه پوهیږم، چې تاسې له دې وېره لرئ او باور نشئ کولی، چې خپل ماشومان مونږ ته وسپارئ؛ خو دا، چې ماشوم مو دردمن او ژړغوني له مونږ پریږدئ، مونږ هم له تاسې سره د هغوی د روغتیا ژمنه کوو، چې له خندا څخه په ډکه خوله بېرته هېواد او تاسې ته راستانه شي.

هغه بېوسه کورنۍ، چې ماشومان یې د درملنې لپاره جرمني ته استول کېږي؛ خوښ دي، چې د ماشومانو  درملنه یې وړیا کیږي.

مرزیه نومې، چې ناروغ ناروغ لرونکې ویلي: مونږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو، چې دغه بهیر روان وساتي، چې زمونږ د هېواد ټول ماشومان روغ او له روغتیا برخمن شي.

باید وویل شي، چې ۶۸ نور ماشومان، چې مخکې جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي وه؛ ډېر ژر به هېواد ته راستانه او له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

Trending

Exit mobile version