تازه خبرونه
د افغان او ازبک استازو تر منځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټیلیفوني خبرې وشوې
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو اترو کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ ارزولی او د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحث کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبکستان جمهوریت له بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پرمختګونو او سیمهییزې همکارۍ فرصتونو بحث او خبرې وکړې.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو اترو کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ ارزولی او د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحث کړی دی.
امیر خان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان او ازبکستان ګاونډ او وروڼه هېوادونه دي، چې په دوه اړخیزو او سیمهییزو چارو کې ګڼشمېر ګډې ګټې او فرصتونه لري.
هغه له دې فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار د ټینګار ترڅنګ هیله من شو، چې سږکال به په بېلابېلو کچو کې مشورې، اقتصادي همکارۍ او ګډ نوښتونه نور هم پراخه شي.
بختیار سعیدوف د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو له پرمختګ هرکلی وکړ.
هغه له افغانستان سره د اړیکو د ژورولو لپاره د ازبکستان پر ژمنې ټینګار څرګند کړ او د سوداګریزو اړیکو په برخه کې یې له پام وړ پرمختګ څخه یادونه وکړه.
سعیدوف ویلي؛ تمه ده، چې د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د امکان سنجۍ مطالعات ډېر ژر پیل شي.
تازه خبرونه
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو هڅې روانې ساتلي او روانې خبرې یې بېپرې د همکارۍ له مخې پیل کړې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.
په دې لیدنه کې شینګ ویلي؛ هیله لري، چې د سیمهییز جیوپولیټیک وضعیت په پام کې نیولو سره د باور جوړونې، ښه نیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د تشنج نشتوالي پروسه به دوام ومومي.
امیر خان متقي په داسې حال کې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ مثبتې وارزولې؛ له خپل چینایي سیال څخه یې د ارومچي خبرو اترو د چمتووالي او کوربتوب او همدارنګه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو له منځګړیتوب مننه څرګنده کړه.
متقي ويلي، چې تر اوسه پورې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ښې خبرې اترې شوې دي او هغه هيله لري، چې کوچني تعبیرونه به د خبرو اترو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ په فرغانه ولایت کې یوه اړینه غونډه ترسره شوه، چې په کې د سوداګرۍ خونې د پانګونې څانګې د مرستیال زړګي عظیمي پر مشرۍ د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې پلاوي د سیمې د اقتصادي وړتیاوو د ارزونې لپاره د فرغانې ښار له یو شمېر لویو کارخونو او تولیدي څانګو لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړو عبدالله رحیمي، سید احمد نورزاد او عبیدالله هوتک په ګډون د اجرائیوي رییس مرستیال میرزامان پوپل او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو ګډون درلود، چې په کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
ویل کیږي، چې دا غونډه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی.
تازه خبرونه
ایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول
د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران روانه جګړه د سیمهییزو قدرتونو لهخوا د جګړې او نامستقیمو خبرو یو نوي پړاو ته دننه شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.
خلیلزاد زیاته کړې: د امریکا ولسمشر پر ښکاره هوکړه کړې، چې د سبا(سېشنبې) ګواښ ګڼل شوی تاوتریخوالی به وځنډوي؛ خو اصلي ننګونه اوس هم دا ده، چې ایران جګړې ته پر نهستنېدا ټینګار کوي.
امریکا ویلي، چې د وروستۍ هوکړې نه ترلاسه کېدا به ټولو لوریو ته د جګړې د بېرته پیلولو اختیار خوندي وساتي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې «که خبرې د دوه اړخیز رضایت په ترلاسه کېدا پای ته ورسېږي؛ نو د تاوتریخوالي درېدا یوه عادي خبره ده.»
خلیلزاد ویلي؛ یوه شونې حللار دا هم کېدی شي، چې د خبرو له پای ته رسېدا مخکې جګړې ته د بېرته نه ستنېدا ژمنه وشي.
ایران له دې مخکې داسې اندېښنه څرګنده کړې وه؛ امریکا پرې په داسې وخت کې برید وکړ، چې خبرې روانې وې.
-
تازه خبرونه4 days agoد کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
نړۍ4 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه5 days agoکابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoله برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بېځایه شول
-
تازه خبرونه2 days agoایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول
-
تازه خبرونه2 days agoچین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
