سیمه ییز خبرونه
د افغان بېسم مخابراتي شركت او اريانا ټلويزيون د ښځو نړيواله ورځ ولمانځله
چارواكو د ښځو د ورځې څخه لمانځل په ټولنه كې د ښځې د لوړ مقام د يادونې لپاره ګټور وبلل او په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو كې د ښځو ګډون مهم بولي.
افغان بيسيم مخابراتي شركت او اريانا ټلويزيون د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱ ) د ښځې نړيوالې ورځې په وياړ د هغو ښځو او نجونو د كارونو او لاسته راوړنو درناوى وكړ، چې په دغه شركتونو كې دنده تر سره كوي.
په دغه مراسمو كې، چې د اريانا ټلويزيون او افغان بيسيم مخابراتي شركت بنسټ اېښودونكي سناتور انجنير احسان الله بيات هم برخه درلوده په تېره يوه لسيزه كې په بېلابېلو برخو كې د ښځو ګډون د پام وړ وبلل شو.
په همدې حال كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت رئيس امين رامين د ښځې د نړيوالې ورځې نمانځل د ښځو مقام ته درناوى بولي.
دا په داسې حال كې ده، چې د بشري حقونو خپلواك كميسيون په خپل رپوټ كې روان كال په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كال بولي.