تازه خبرونه

د افغان بېسیم په تخار ولایت کې د پېرودونکیو د خدمتونو نوې څانګه پرانیستله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د پیرودونکیو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو یوه نوې څانګه پرانیستله.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رییس  خیر محمد سلجوقي ویلي؛ دا شرکت په تخار ولایت کې له ۵۰ ډېر مخابراتي سایتونه لري، چې ډېري یې انترنیتي خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه دوی په پام کې لري، چې د دغه شرکت مخابراتي خدمتونه شمال ختیځ زون ته په ځانګړي ډول د تخار ولایت ولسوالیو ته هم وغزوي او د پېرودونکيو د خدمتونو څانګې رامنځته کړي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د پلور مدیر احمدالله برهاني وايي، د پېرودونکیو د خدمتونو څانګه د لازمو معیارونو او اسانتیاوو له برابرولو سره جوړه شوې او دوی پلان لري، چې د دې ولایت په ولسوالیو کې هم د پېرودونکیو د خدمتونو څانګې فعالې کړي.

د تخار ولایت د مخابراتو ریاست اداري مدیر احمد شاه راسخ وایي؛ افغان بېسیم مخابراتي شرکت یوازنۍ مخابراتي شبکه ده، چې د تخار لویه برخه یې ترمخابراتي  پوښښ لاندې نیولې ده.

نوموړي هیله لري، چې مخابراتي او انترنیتي خدمتونه لرې پرتو سیمو ته هم وغزول شي.  

د تالقانو اوسېدونکي د افغان بېسیم لخوا د غوره انترنیتي او مخابراتي خدمتونو هرکلی کوي او غواړي، چې په ولسوالیو کې هم  افغان بیسیم مخابراتي شبکه با کیفیته انترنیتي خدمتونه وړاندې کړي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولین وايي، سږ کال دغه شرکت د هېواد  لریو پرتو سیمو په ځانګړي توګه په شمال ختیځ زون کې د مخابراتي او انترنیتي پوښښ د پراخولو لپاره مهم پلانونه لري.

Trending

Exit mobile version