تازه خبرونه
د افغان حاجیانو لومړۍ الوتنه کابل ته تر سره شوه
افغان حاجیان به لومړی له مکې څخه جدې ته لېږدول کیږي او له هغه ځایه به د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې له ټاکلي مهالوېش سره سم هېواد ته راستانه شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي: د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي یوویشتمه ) د حاجیانو لومړۍ ډله، چې شمېر یې ۳۴۶ کسانو ته رسېږي؛ د حج مراسمو ترسره کولو وروسته له سعودي عربستان څخه کابل ته راستنه شوه.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ سږ کال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه.
د دې وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې دا حاجیان د کابل او لغمان ولایتونو دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي؛ هېواد ته د دغو ۳۰ زره حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شوی. افغان حاجیان به لومړی له مکې څخه جدې ته لېږدول کیږي او له هغه ځایه به د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې له ټاکلي مهالوېش سره سم هېواد ته راستانه شي.