تازه خبرونه

د افغان سوداگرو د مالونو رالیږد ته واگه بندر پرانستل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)


د افغانستان او پاکستان په دوه اړخیزه ناسته( اپتیکا) کې هوکړه وشوه، چې د روان کال د جنورۍ له شلمې د افغان سوداگرو مالونه به د واگه بندر له لارې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته راولیږدیږي.
واگه بندر د هندوستان او پاکستان ترمنځ پروت دی.
په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغان سوداگرو مالونه له دې بندره نه لیږدول کیدل.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو وزارت سرچینو منلې، چې د دغه بندر له لارې به سر له سبا په رسمي بڼه د افغان سوداگرو د مالونو رالیږدول پیل شي.

Trending

Exit mobile version