تازه خبرونه

د افغان ـ امریکا خبرې پر اقتصاد، بشري حقونو، د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي را وڅرخېدې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۴۰۲)
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په قطر کې له دوه ورځنیو خبرو وروسته د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې امریکایي چارواکي له اسلامي امارت سره پر اقتصادي ثبات او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په اړه تخنیکي خبرو اترو ته چمتو دي.
افغان پلاوي د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو او مشرانو څخه د سفرونو او نورو محدودیتونو د لرې کولو او په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته راستنیدو غوښتنه وکړه.
پر ۲۰۲۱ ز. کال د جمهوریت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او دیپلوماتیکې اړیکې یې ودرولې؛ د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او مرستې وځنډول شوې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او ان اوس هم، چې ځینې بندیزونه لرې شوي؛ خو بیا هم افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په اړه ژوره خواشيني ښودلې او په یوه اعلامیه کې یې څرګنده کړې؛ امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي، چې د نجونو منځنۍ زده‌کړې او د میرمنو کار کولو بندیز لرې او بندي شوي امریکایان خوشې کړي.
امریکايي پلاوي د اسلامي امارت له استازیو سره پر اقتصادي حالت او د بانکي سکتور پر ننګونو هم خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي امريکايي چارواکو د انفلاسیون کمېدو او په ۲۰۲۳ ز. کال کې د صادراتو او وارداتو د ودې په اړه د اسلامي امارت معلومات مثبت ارزولي او د افغانستان د اقتصادي ثبات په اړه يې نورو تخنيکي بحثونو ته هم چمتووالی څرګند کړ.
 
رویترز راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت ډېري مشران بهر ته د سفر لپاره د ملګرو ملتونو اجازې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانکدارۍ سکتور هم د بندیزونو له کبله زیانمن شوی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په دې ناسته کې د دواړو لوریو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورنوملړ او بندیزونو لرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو آزادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا دواړه غوښتنې د دې لپاره دي، چې افغانان وکولی شي له بهرنیو مرستو پرته سیاسي او اقتصادي وده او پراختیا رامنځته کړي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیارد دالر پانګه د نیویارک په فدرالي بانک کې کنګل شوه، چې اوس یې نیمایي برخه په سویس کې له بانکي ارزښتونو برخمنه خوندي شوې ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک تر دې دمه هېواد ته د دغو شتمنیو د بېرته راستنولو په اړه د امریکا د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

Trending

Exit mobile version