تازه خبرونه
د افغان مهاجرینو له راستنېدو سره په ننګرهار کې د کورونه کرایه لوړه شوه
په ننګرهار ولایت کې خلک له راستنېدونکیو کډوالو سره په مرکزي ښار کې د کورونو د کرایو د لوړوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي، چې د کورونو کرايې دې وڅارل شي.
له هغې وروسته، چې د تورخم له لارې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه شوه؛ ورسره همهاله د ننګرهار د مرکزي ښار جلالآباد اوسیدونکی کاتب خان شکایت کوي، چې د کورونو کرايه لوړي شوې ده.
د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی محمد حسین د دې ترڅنګ، چې له حکومته د کرایو د کنترول غوښتنه کوي؛ د کورنو او رهنماګانو له خاوندانو هم غواړي، چې زړه سوی وښيي او د کورونو د کرایو د لوړېدو پر ځای دې د راستنیدونکیو کډوالو لپاره کرايه راکښته کړي.
د ننګرهار عدليې او ښاروالۍ ریاستونود کورونو د کرایو د لوړېدو د مخنيوي برخه کې له یو لړ اقداماتو خبرورکوي او د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست محتسبین هم کوڅو او جوماتونو ته ځې او په دې اړه خلکو ته په دې اړه معلومات ورکوي.
د ننګرهار عدليې ریاست د انسجام امر ګل زمان ناصح وايي؛ له همدې اندېښنو وروسته يې د ښار د نهه ناحيو او رهنمګانو له استازیو سره ناسته کړې او هغو ورسره منلي، چې کرايي به نه لوړوي.
دوي وايې همدراز يې څار دوام لري او که څوک سرغړوني وکړي قانوني چلند به ورسره وکړي.
د څلورمې ناحيې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر محتسب صاحب الله نعماني وایي؛ د جلالآباد ښار د بېلابېلو ناحیو محتسبین هم کوڅه پر کوڅه او جومات پر جومات ګرخي او خلکو ته د راستنېدونکیو کډوالو سره له شفقته ډکې لارښوونو ترڅنګ په کرایو کې د نرمښت بیانونه کوي.
ویل کیږي، چې په ټولو ناحيو کې د کرایو د لوړوالي د مخنیوي هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه4 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

