تازه خبرونه

د افغان مهاجرینو له راستنېدو سره په ننګرهار کې د کورونه کرایه لوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۴۰۲)

په ننګرهار ولایت کې خلک له راستنېدونکیو کډوالو سره په مرکزي ښار کې د کورونو د کرایو د لوړوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي، چې د کورونو کرايې دې وڅارل شي.

له هغې وروسته، چې د تورخم له لارې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه شوه؛ ورسره همهاله د ننګرهار د مرکزي ښار جلال‌آباد اوسیدونکی کاتب خان شکایت کوي، چې د کورونو کرايه لوړي شوې ده.

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی محمد حسین د دې ترڅنګ، چې له حکومته د  کرایو د کنترول غوښتنه کوي؛ د کورنو او رهنماګانو له خاوندانو هم غواړي، چې زړه سوی وښيي او د کورونو د کرایو د لوړېدو پر ځای دې د راستنیدونکیو کډوالو لپاره کرايه راکښته کړي.

 د ننګرهار عدليې او ښاروالۍ ریاستونود کورونو د کرایو د لوړېدو د مخنيوي برخه کې له یو لړ اقداماتو خبرورکوي او د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست محتسبین هم کوڅو او جوماتونو ته ځې او په دې اړه خلکو ته په دې اړه معلومات ورکوي.

د ننګرهار عدليې ریاست د انسجام امر ګل زمان ناصح وايي؛ له همدې اندېښنو وروسته يې د ښار د نهه ناحيو او رهنمګانو له استازیو سره ناسته کړې او هغو ورسره منلي، چې کرايي به نه لوړوي.

 دوي وايې همدراز يې څار دوام لري او که څوک سرغړوني وکړي قانوني چلند به ورسره وکړي.

د څلورمې ناحيې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر محتسب صاحب الله نعماني وایي؛ د جلال‌‌آباد ښار د بېلابېلو ناحیو محتسبین هم کوڅه پر کوڅه او جومات پر جومات ګرخي او خلکو ته د راستنېدونکیو کډوالو سره له شفقته ډکې لارښوونو ترڅنګ په کرایو کې د نرمښت بیانونه کوي.

ویل کیږي، چې په ټولو ناحيو کې د کرایو د لوړوالي د مخنیوي هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version