تازه خبرونه
د افغان ځواکونو د الوتکو ضد وړتیاوو لوړول مو ستر هدف دی – د دفاع وزارت ستر درستیز
د افغانستان د دفاع وزارت ستردرستیز رویترز خبري سرچینې ته په خپله بې سارې مرکه کې څرګنده کړې؛ دفاع وزارت د هېواد په بودجه کې لویه برخه ترلاسه کړې او د اسلامي امارت هدف د دفاعي ځواکونو او د الوتکې ضد توغندیو وړتیاوو لوړول دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د دفاع وزارت لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت په خپلو خبرو کې د افغانستان پر هوايي حريم د بهرنيو بې پيلوته الوتکو يرغل محکوم کړ.
نوموړي په خپل دفتر کې یادې سرچینې ته ویلي؛ اوسمهال د دفاعي ځواکونو شمېر ١٥٠زره دى، چې ټاکل شوې ٥٠زره نور ور زيات شي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هغه د اړتیا وړ بودجې کچه په ډاګه نهکړه.
لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت وایي: دفاع وزارت په بودجه کې تر ټولو لویه برخه لري، چې د افغانستان له مالياتو او ګمرکي عوايدو برابريږي.
فطرت دا هم ویلي، چې پر دفاعي هڅو له راڅرخېدو مو موخه د بې پیلوته الوتکو او نورو یرغلونو پر وړاندې د افغانستان فضایي خونديتوب دي.
هغه وایي: د الوتکو ضد توغندي د هر هېواد اړتيا ده. ټول هېوادونه د خپلې خاورې او هوايي حريم د بشپړتيا ډاډمنولو لپاره پرمختللې وسلې غواړي، چې افغانستان هم له دې اړتیا سره مخ دى.
نوموړي زیاته کړې؛ له شک پرته افغانستان هم هڅه کوي، چې هغه ترلاسه کړي.
رویترز په ډاګه کړې، چې فطرت په دې اړه له بشپړو څرګندونو ډډه کړې، چې چارواکي له کوم ځای څخه د دغو توغندیو د اخیستلو په لټه کې دي.
هغه دغه راز د پاکستان د نوم له اخیستلو هم ډډه وکړه، چې افغانستان ته د بې پیلوته الوتکو د ننوتو اجازه ورکوي.
ستر درستیز فطرت په دې اړه ویلي؛ مونږ د خپل فضایي حریم د ساتنې لپاره د حل لارې موندلو لپاره پوره هڅې کوو او د ترلاسه کولو لپاره یې خپل ټول وس کاروو. دا، چې له کوم ځایه به یې ترلاسه کوو؛ دا محرم ساتو، خو مونږ یې باید ولرو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سمدستي د رویترز غوښتنه او پوښتنه ځواب کړې نده.
پاکستانيو چارواکو تائید کړې نده، چې د دوی هوايي حریم د افغانستان پر وړاندې بې پیلوته الوتکو ته کارول کیږي.
فطرت ویلي: مونږ تل هڅه کړې او هڅه به کوو، چې ستونزې له دیپلوماتیکو لارو حل کړو او په دې اړه مو له صبر او زغم کار اخیستی دی. ګاونډ هېوادونه باید پرینږدي، چې د صبر کاسه مو نسکوره شي.
رویترز دا هم په ډاګه کړې؛ پاکستان د افغانستان اسلامي امارت تورن کړی، چې اورپکو یې د افغانستان خاوره د پټنځي په توګه کارولې ده.
په اورپکو کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) نوم اخیستل کیږي، چې په پاکستان کې یې بریدونه زیات کړي دي.
اسلامي امارت دا ادعاوې تل رد کړي او وایي؛ هیڅ ډله اجازه نهلري، چې افغان خاوره د نورو او ګاونډیانو پر وړاندې وکاروي او یا پرې بریدونه وکړي.
د فطرت د څرګندونو له مخې؛ پخوانی امنیتي پرسونل، چې اوس د افغانستان د ځواکونو یوه مهمه برخه ده، د اسلامي امارت ځواکونو ته ورته معاش لري او ښه چلند ورسره کیږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.
د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.
ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.
همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوهاړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.
#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټليټکنالوژي #مخابرات #معلوماتيټکنالوژي
تازه خبرونه
یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټکټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نهدي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورتورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټکټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نهدي.
چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم موندلي نهدي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.
الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نهده.
تازه خبرونه
په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې «سياسټياو» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.
دغه راز د ډلهییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډلهییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډلهییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.
-
تازه خبرونه4 days agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري3 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
نړۍ4 days agoسعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
-
تازه خبرونه3 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
