تازه خبرونه
د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په پیل کې ځنډیدلی- ینس ستولتنبرګ
د ناتو سرمنشي وایي، چې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په پیل کې ځنډیدلی او دې تړون باید وختي دغه ماموریت پیل کړی وای.
د ناتو سرمنشي د دې تړون د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې له ترهګرۍ سره د پیاوړې مبارزې لپاره د څېړنو خبره وکړه.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په افغانستان کې د جنګي ماموریت پای ته رسول او د دې هېواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل د ناتو لپاره ستره تجربه وبلله.
د نوموړي په وینا؛ که له افغانستان درس اخیستل شوی وي دا دی، چې مونږ باید د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ډېر وختي پیل کړی وای او هغوی مو دې ته برابر کړي وای، چې د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه واخلي.
هغه زیاتوي؛ په افغانستان کې د ناتو د پوځي ماموریت پای ته رسول او افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو سپارل د دې تړون لپاره ستره لاسته راوړنه ده.
نوموړي په ډاګه کړې؛ ناتو له بوسنیا، کوسووو او افغانستان ډېرې تجربې لري او په ټولو دې سیمو کې د ناتو بریا دا وه، چې مونږ وتوانیدو جنګي عملیات پای ته ورسوو او سیمه ییز ځواکونه د دې جوګه کړو، چې د خپل هېواد د ثبات د ټینګښت مسوولیت په غاړه واخلي.
هغه په بشپړ ټینګار وویل، چې د ناتو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې به پر دې څېړنه وشي، چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې نور باید څه تر سره شي.
ټاکل شوې د ناتو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته د آلمان د مونیخ دريپنځوسمه امنیتي غونډه تر سره شي، چې نړیوال مسایل او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه به یې په اجنډا کې وي.
خبریال: فهیم نوري