تازه خبرونه
د افغان کډوالو ایستل؛ په آلمان کې جنجالونه او د پټې همکارۍ ادعاوې
د آلماني ټلویزیوني پروګرام «ZDF Magazin Royale» د څېړنې له مخې؛ د افغانانو د ایستلو بهیر د هغو ناستو له لارې آسانه شوی، چې د امارت اسلامي د استازو او آلماني چارواکو ترمنځ ترسره شوې دي.
له آلمان څخه تازه راپورونه ښيي، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر یو بحثپارونکي پړاو ته دننه شوی او په اروپا کې یې د بشري حقونو او سیاسي نیوکو څپه راپارولې او دا ادعا هم شته، چې ګواکې له امارت اسلامي سره غیرمستقیمه اړیکې نیول شوې دي.
د آلماني ټلویزیوني پروګرام «ZDF Magazin Royale» د څېړنې له مخې؛ د افغانانو د ایستلو بهیر د هغو ناستو له لارې آسانه شوی، چې د امارت اسلامي د استازو او آلماني چارواکو ترمنځ ترسره شوې دي.
دې موضوع دا اندېښنې راپارولي، چې ښايي په غیرمستقیم ډول امارت اسلامي ته د افغانستان د بالفعل حکومت په توګه مشروعیت ورکړ شي.
په راپور کې راغلي، چې په وروستیو میاشتو کې د آلمان د فډرالي کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې له چارواکو سره په بن ښار او همدارنګه د برلین په برانډنبورګ هوايي ډګر کې ناستې شوې دي، چې په کې د امارت اسلامي معرفي شويو کسانو هم ګډون درلود. د دغو ناستو هدف د ایستلو اسنادو برابرول او د کډوالو د بېرته لېږد بهیر ارزول بلل شوی دی.
د آلمان د عامه شبکې «NDR» اړوند رسنیو هم د دغو ناستو شتون تائید کړی دی.
د آلمان کورنیو چارو وزارت چارواکو یې په غبرګون کې ویلي، چې دا بهیر د «فډرالي پولیسو د هڅو» په چوکاټ کې ترسره کېږي او د کډوالۍ اداره یوازې اداري ځایونه برابروي. هغوی ټینګار کړی، چې دا اړیکې تخنیکي دي او د امارت اسلامي د رسمیت پېژندنې معنا نهلري.
د «ZDF Magazin Royale» په یوه ویډیویي راپور کې راغلي، چې د بن ښار د کډوالۍ ادارې په دفتر کې د یوې ناستې پر مهال د افغان کډوالو موټرونه ودانۍ ته دننه شول او څو ساعته وروسته د افغانستان د استازولۍ یو لیموزین هم ورسېد. ویل شوي، چې د اسلامي امارت له کونسلي جوړښت سره تړلی یو کس هم له هغه ځایه ووت.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې: دا کسان په ۲۰۲۵ ز.کال کې د معتبرو ډیپلوماټانو په توګه معرفي شوي؛ خو راپورونه ښيي، چې هغوی په آلمان کې د افغانستان د ځینو ماموریتونو عملي اداره پر مخ وړي.
آلماني چارواکو د دې موضوع په اړه له نورو جزئیاتو ورکولو ډډه کړې او لامل یې د عملیاتو محرمیت بلل شوی دی.
راپورونه دا هم ښيي، چې د ایستلو بهیر د هغو افغانانو د بېرته لېږد لپاره له مخکې پلان شوی و، چې په جرمونو محکوم شوي دي؛ خو په ځینو مواردو کې داسې ویل کېږي: هغه مجرد افغانانان، چې هیڅ جرمي سابقه نهلري هم پر نښه شوي دي.
د آلمان حکومت بیا د مجرمو کډوالو ایستل د کډوالۍ د خپلې سختې تګلارې یوه مهمه برخه بولي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د مجرمانو ایستل د نوې کډوالۍ پالیسۍ «بنسټیزه برخه» ده او دا بهیر باید له بشپړ امنیت سره روان وساتل شي.
د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۵ ز.کال له فبرورۍ راپدېخوا د ایستلو یو شمېر الوتنې افغانستان ته ترسره شوې دي. په یوه الوتنه کې ۲۰ افغانان، چې زیاتره یې په بېلابېلو جرمونو محکوم ول؛ کابل ته ولېږدول شول. په اپرېل میاشت کې هم ۲۵ نور افغانان له هامبورګ څخه افغانستان ته واستول شول، چې په کې د غیرعمدي قتل، جنسي تېري، سخت برید او د نشهيي توکو په جرمونو کې ښکېل کسان رانغاړي.
آلماني چارواکي وایي، چې شاوخوا ۳۷۷ زره افغانان په دې هېواد کې ژوند کوي، چې ډېری یې د پناه غوښتونکو په توګه ورغلي دي. همدارنګه شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ کسان د هغو کسانو په نوملړ کې دي، چې باید هېواد پرېږدي.
پر نړیواله کچه د بشري حقونو بنسټونو او له ۲۵۰ څخه زیاتو نادولتي بنسټونو پر دغه لېږد نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنول کولی شي هغوی له جدي خطرونو لکه: نیول کېدا، ځورونې او د مرګ ګواښ سره مخ کړي.
ځینې راپورونه دا هم څرګندوي، چې په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو وضعیت داسې دی چې جبري ستنول یې خطرناکې پایلې لرلی شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې ته شکایتونه وړاندې شوي، چې په کې راغلي؛ ځینې افغان کورنۍ د بیا مېشتېدا د پروګرامونو د لغوه کېدو له کبله له جدي خطر سره مخ دي.
بل لور ته ځینې اروپايي هېوادونه لکه آلمان، اټریش او ایټالیا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د ګډ میکانېزم غوښتنه کوي؛ خو دا هڅه د بشري حقونو د بنسټونو له منفي غبرګون سره مخ شوې ده.
نیوکه کوونکي وایي، چې د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له اسلامي امارت سره همغږي ښايي سیاسي مشروعیت ته لار هواره کړي؛ خو اروپايي حکومتونه ټینګار کوي، چې دا اړیکې یوازې تخنیکي او عملي بڼه لري.
د افغان کډوالو د ایستلو موضوع اوس د اروپا د کډوالۍ په سیاست کې یوه جنجالي موضوع ګرځېدلې او پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.