تازه خبرونه
د افغان کډوالو ایستل؛ په آلمان کې جنجالونه او د پټې همکارۍ ادعاوې
د آلماني ټلویزیوني پروګرام «ZDF Magazin Royale» د څېړنې له مخې؛ د افغانانو د ایستلو بهیر د هغو ناستو له لارې آسانه شوی، چې د امارت اسلامي د استازو او آلماني چارواکو ترمنځ ترسره شوې دي.
له آلمان څخه تازه راپورونه ښيي، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر یو بحثپارونکي پړاو ته دننه شوی او په اروپا کې یې د بشري حقونو او سیاسي نیوکو څپه راپارولې او دا ادعا هم شته، چې ګواکې له امارت اسلامي سره غیرمستقیمه اړیکې نیول شوې دي.
د آلماني ټلویزیوني پروګرام «ZDF Magazin Royale» د څېړنې له مخې؛ د افغانانو د ایستلو بهیر د هغو ناستو له لارې آسانه شوی، چې د امارت اسلامي د استازو او آلماني چارواکو ترمنځ ترسره شوې دي.
دې موضوع دا اندېښنې راپارولي، چې ښايي په غیرمستقیم ډول امارت اسلامي ته د افغانستان د بالفعل حکومت په توګه مشروعیت ورکړ شي.
په راپور کې راغلي، چې په وروستیو میاشتو کې د آلمان د فډرالي کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې له چارواکو سره په بن ښار او همدارنګه د برلین په برانډنبورګ هوايي ډګر کې ناستې شوې دي، چې په کې د امارت اسلامي معرفي شويو کسانو هم ګډون درلود. د دغو ناستو هدف د ایستلو اسنادو برابرول او د کډوالو د بېرته لېږد بهیر ارزول بلل شوی دی.
د آلمان د عامه شبکې «NDR» اړوند رسنیو هم د دغو ناستو شتون تائید کړی دی.
د آلمان کورنیو چارو وزارت چارواکو یې په غبرګون کې ویلي، چې دا بهیر د «فډرالي پولیسو د هڅو» په چوکاټ کې ترسره کېږي او د کډوالۍ اداره یوازې اداري ځایونه برابروي. هغوی ټینګار کړی، چې دا اړیکې تخنیکي دي او د امارت اسلامي د رسمیت پېژندنې معنا نهلري.
د «ZDF Magazin Royale» په یوه ویډیویي راپور کې راغلي، چې د بن ښار د کډوالۍ ادارې په دفتر کې د یوې ناستې پر مهال د افغان کډوالو موټرونه ودانۍ ته دننه شول او څو ساعته وروسته د افغانستان د استازولۍ یو لیموزین هم ورسېد. ویل شوي، چې د اسلامي امارت له کونسلي جوړښت سره تړلی یو کس هم له هغه ځایه ووت.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې: دا کسان په ۲۰۲۵ ز.کال کې د معتبرو ډیپلوماټانو په توګه معرفي شوي؛ خو راپورونه ښيي، چې هغوی په آلمان کې د افغانستان د ځینو ماموریتونو عملي اداره پر مخ وړي.
آلماني چارواکو د دې موضوع په اړه له نورو جزئیاتو ورکولو ډډه کړې او لامل یې د عملیاتو محرمیت بلل شوی دی.
راپورونه دا هم ښيي، چې د ایستلو بهیر د هغو افغانانو د بېرته لېږد لپاره له مخکې پلان شوی و، چې په جرمونو محکوم شوي دي؛ خو په ځینو مواردو کې داسې ویل کېږي: هغه مجرد افغانانان، چې هیڅ جرمي سابقه نهلري هم پر نښه شوي دي.
د آلمان حکومت بیا د مجرمو کډوالو ایستل د کډوالۍ د خپلې سختې تګلارې یوه مهمه برخه بولي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د مجرمانو ایستل د نوې کډوالۍ پالیسۍ «بنسټیزه برخه» ده او دا بهیر باید له بشپړ امنیت سره روان وساتل شي.
د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۵ ز.کال له فبرورۍ راپدېخوا د ایستلو یو شمېر الوتنې افغانستان ته ترسره شوې دي. په یوه الوتنه کې ۲۰ افغانان، چې زیاتره یې په بېلابېلو جرمونو محکوم ول؛ کابل ته ولېږدول شول. په اپرېل میاشت کې هم ۲۵ نور افغانان له هامبورګ څخه افغانستان ته واستول شول، چې په کې د غیرعمدي قتل، جنسي تېري، سخت برید او د نشهيي توکو په جرمونو کې ښکېل کسان رانغاړي.
آلماني چارواکي وایي، چې شاوخوا ۳۷۷ زره افغانان په دې هېواد کې ژوند کوي، چې ډېری یې د پناه غوښتونکو په توګه ورغلي دي. همدارنګه شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ کسان د هغو کسانو په نوملړ کې دي، چې باید هېواد پرېږدي.
پر نړیواله کچه د بشري حقونو بنسټونو او له ۲۵۰ څخه زیاتو نادولتي بنسټونو پر دغه لېږد نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنول کولی شي هغوی له جدي خطرونو لکه: نیول کېدا، ځورونې او د مرګ ګواښ سره مخ کړي.
ځینې راپورونه دا هم څرګندوي، چې په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو وضعیت داسې دی چې جبري ستنول یې خطرناکې پایلې لرلی شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې ته شکایتونه وړاندې شوي، چې په کې راغلي؛ ځینې افغان کورنۍ د بیا مېشتېدا د پروګرامونو د لغوه کېدو له کبله له جدي خطر سره مخ دي.
بل لور ته ځینې اروپايي هېوادونه لکه آلمان، اټریش او ایټالیا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د ګډ میکانېزم غوښتنه کوي؛ خو دا هڅه د بشري حقونو د بنسټونو له منفي غبرګون سره مخ شوې ده.
نیوکه کوونکي وایي، چې د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له اسلامي امارت سره همغږي ښايي سیاسي مشروعیت ته لار هواره کړي؛ خو اروپايي حکومتونه ټینګار کوي، چې دا اړیکې یوازې تخنیکي او عملي بڼه لري.
د افغان کډوالو د ایستلو موضوع اوس د اروپا د کډوالۍ په سیاست کې یوه جنجالي موضوع ګرځېدلې او پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.
تازه خبرونه
د قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
د قطر ملي امنیت شورا د سرمنشي مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
دې قطري چارواکي پرون د افغانستان له دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره هم لیدلي وه. دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا پر غځېدا خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
نړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پارواټانني هریش د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ په افغانستان کې بشري وضعیت اوس هم «ډېر کړکېچن» دی او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپل تعامل زیات کړي او د مثبتو اقداماتو لپاره هڅوونکي پروګرامونه په پام کې ونیسي.
هند له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او د دغه هېواد په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پارواټانني هریش د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ په افغانستان کې بشري وضعیت اوس هم «ډېر کړکېچن» دی او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپل تعامل زیات کړي او د مثبتو اقداماتو لپاره هڅوونکي پروګرامونه په پام کې ونیسي.
هغه وایي:« مونږ نهشو کولی ۴۸ میلیون افغانان، چې له محرومیتونو او لویو ستونزو سره مخ دي؛ له پامه وغورځوو. د افغانستان وضعیت ډېر کړکېچن دی او مونږ باید د دغه هېواد نوی واقعیت ومنو او خپله تګلاره بدله کړو.»
پارواټانني زیاته کړې:« ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید ډېرې وسیلې په واک کې ولري او له مثبتو هڅوونکو لارو کار واخلي، چې یوه ورځ یوه افغانه نجلۍ یا هلک په ویاړ ووایي؛ کله یې، چې مرستې ته اړتیا لرله، نړۍ یې تر څنګ ولاړه وه.»
هند په دې غونډه کې افغانستان ته له خپلو مرستو هم نغوته کړې او وایي، چې له ۲۰۲۱ز.کال راپدېخوا یې افغانستان ته له ۵۰ زره ټنه ډېره غنم او سلګونه ټنه درمل او واکسین لېږلي دي.
نوموړي زیاته کړې، له ۲۰۲۳ز.کال راپدېخوا له درې زره ډېرو افغان زدهکړیالانو د دغه هېواد له تحصیلي بورسونو ګټه اخیستې ده.
د هند استازي د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او د هغوی د انساني کرامت له ساتلو سره ترسره شي.
هند په پای کې له یوناما څخه خپل ملاتړ بیا څرګند کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړي.
تازه خبرونه
یوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ جوړه شوه؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د نوې مشرې رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او څرګندوي، نړیوالې هڅې باید له اسلامي امارت سره پر عملي همکاریو راوڅرخیږي.
روسیې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د چلند لپاره عملي تګلاره خپله کړي؛ پر تعامل، اقتصادي مرستو او سیمهییزې همکارۍ ټینګار او له بندیزونو او سیاسي فشارونو ډډه وکړي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ جوړه شوه؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د نوې مشرې رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او څرګندوي، نړیوالې هڅې باید له اسلامي امارت سره پر عملي همکاریو راوڅرخیږي.
نبنزیا ویلي، افغانستان په ۲۰۲۱ز.کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ځینو لویدیځو حکومتونو د اټکلونو خلاف له پراخې ړنګېدنې سره مخ نهشو. هغه د« نسبي ثبات» د رامنځته کېدو یوه برخه د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت هڅو ته منسوبه کړه.
نبنزیا زیاته کړې؛ روسیه د« هراړخیزې او واقعبینانه تګلارې» ملاتړ کوي؛ داسې تګلاره، چې له افغان حکومت سره پر خبرو، د افغان وګړو د اړتیاوو په پام کې نیولو او د امنیت، اقتصادي پراختیا او ډیپلوماټیکو اړیکو په برخو کې پر همکارۍ ولاړه وي.
هغه د لویدیځو حکومتونو لهخوا پر بشري حقونو له تمرکز سره مخالفت څرګند کړ.
نبنزیا وایي:« انتخابي او جانبدارانه تګلارې او همداراز د بشري حقونو پر هغو اړخونو له حده زیات تمرکز، چې د لویدیځو مرستندویانو یوې ځانګړې ډلې ته ځانګړی اهمیت لري؛ هیڅ ځای ته نهرسوي.»
روسیې په ورته وخت کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو وضعیت له قوم، دین یا جنسیت پرته، زدهکړو او کار ته د لاسرسي په ګډون څاري.
دغه راز نبنزیا د داسې حکومت د جوړېدو پر لوري د پرمختګ غوښتنه وکړه، چې د افغانستان بېلابېلې قومي او سیاسي ډلې په کې ونډه ولري.
نبنزیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه د داعش خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ دوامداره حضور هم امنیتي ګواښونه وبلل.
روسیې د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د اسلامي امارت له هڅو هرکلی وکړ؛ خو د مصنوعي نشهيي توکو پر موضوع یې د لا ډېرې پاملرنې او د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
مسکو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو غوښتنه هم وکړه، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته آزادولو هڅې او د اقتصادي پراختیا ملاتړ په کې شامل دی.
روسیې ویلي، د تعامل او اقتصادي مرستو دوام کولی شي د افغانستان له ثبات او نړیوالې ټولنې ته د دغه هېواد له تدریجي بېرته ادغام سره مرسته وکړي.
امریکا د حسابورکولو غوښتنه وکړه
امریکا په دې غونډه کې پر حسابورکولو، د بندیانو پر خوشې کېدا او د بشري حقونو اړوند اندېښنو ډېر ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، واشنګټن به د اسلامي امارت لهخوا د امریکايي وګړو د معاملې لپاره د وسیلې پر توګه کارول ونهزغمي. هغه اسلامي امارت تورن کړ، چې د سیاسي امتیازونو او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له بندیانو څخه ګټه اخلي.
والټز د امنیت شورا له غړیو وغوښتل، چې د اسلامي امارت لهخوا د نیول شویو امریکايي وګړو او نورو بهرنیو اتباعو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
والټز د ملګرو ملتونو او یونسکو د راپورونو د څرګندونو له مخې ویلي، میلیونونه افغان نجونې لا هم له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو محرومې دي. هغه همداراز پر هغو محدودیتونو نیوکه وکړه چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو لپاره له کار کولو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ساحو ته له ننوتلو منع کوي.
والټز دا پوښتنه هم مطرح کړې؛ نړیواله ټولنه به تر کومه وخته له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي، پرته له دې، چې د پام وړ بدلونونه وویني.
هغه وپوښتل:« د بشري حقونو د سرغړونو په اړه به د ملګرو ملتونو څو نور راپورونه خپریږي؟! د بدلون غوښتنې لپاره به د امنیت شورا څو نور پرېکړهلیکونه صادر شي؟! تر هغې، چې د اندازه کېدو وړ پایلې ووینو، څو نور کاله کولی شو د «تعامل» پر نوم تېر کړو؟»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي د یوناما د ماموریت له غځولو او اصلاحاتو او همداراز د دې ادارې د نوې مشرې ربای فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او وایي؛ واشنګټن به له نږدې وڅاري، چې آیا د یوناما اصلاح شوی ماموریت به د دې ادارې د ډېر تمرکز او حسابورکولو لامل شي که نه.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoسېلابونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي؛ له افغان ماشومانو سره د مرستې روانې هڅې
-
تازه خبرونه5 days agoد لاهور سترې محکمې د طب ۱۳ افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله
-
تازه خبرونه4 days agoد طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او هند د طبي توکو او درملو د تولید او برابرولو پر پیاوړتیا خبرې پیل کړې
