تازه خبرونه

د اقتصاد وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د پراختیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د اقتصاد وزارت ویلي، دین‌محمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو له‌خوا د اسلامي امارت ‌پر‌رسمیت‌نه‌پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره په لیدنه کې د پراختیايي همکاریو پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د پراختیايي پروژو پر پلي کېدا خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت ویلي، دین‌محمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو له‌خوا د اسلامي امارت ‌پر‌رسمیت‌نه‌پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.

نوموړي د اقلیمي بدلونونو او د کډوالو پراخه راستنېدنه هم پر خلکو د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدا لاملونه بللي او ټینګار کوي، چې راستنېدونکو ته د سرپناه برابرول، د سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول لومړیتوبونه دي.

هغه زیاته کړې، چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کول د کارموندنې، د کورنیو عوایدو زیاتوالي، د بېوزلۍ کمولو او پرله‌پسې اقتصادي ودې زمینه برابرولی شي.

دغه راز تورهان صالح د تېرو پنځه کلونو په بهیر کې د افغانستان له اقتصادي لاسته‌راوړنو ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د دغه پروګرام استازي د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د اوبو د کوچنیو بندونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د پیل، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټور د ملاتړ په برخو کې هم د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي وړتیاوو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په افغانستان کې د پرله‌پسې پرمختګ د ملاتړ لپاره د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version