نړۍ

د الجزیرې خبریال او په غزه کې د حماس مشر انس الشریف ووژل شو- اسرائیلي پوځ

د غزې او الجزیرې چارواکو ویلي: ۲۸ کلن انس الشریف د څلورو خبریالانو او خبر مرستیالانو په ډله کې و، چې د غزې ښار د ختیځ الشفا روغتون ته نږدې پر خیمه د هوایي برید له کبله ووژل شول؛ د روغتون د یوه چارواکي د څرګندونو له مخې، دوه نور هم په هوایي برید کې وژل شوي دي.

Published

on

د یکشنبې پر ماښام اسرائیلي ځواکونو په غزه کې الشفا روغتون ته نږدې د خبریالانو پر خیمه له برید وروسته ویلي؛ د الجزیرې خبریال انس الشریف او محمد قریقه له خپلو دوه مرستیالانو هر یو ابراهیم زاهر او محمد نوفل سره یوځای ووژل شول.

د غزې او الجزیرې چارواکو ویلي: ۲۸ کلن انس الشریف د څلورو خبریالانو او خبر مرستیالانو په ډله کې و، چې د غزې ښار د ختیځ الشفا روغتون ته نږدې پر خیمه د هوایي برید له کبله ووژل شول؛ د روغتون د یوه چارواکي د څرګندونو له مخې، دوه نور هم په هوایي برید کې وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې الشریف د حماس د یوې ډلې مشر و او “د اسرائیلي ملکي وګړو او د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو پر وړاندې د توغندیزو بریدونو مسوول و.”

د خبریالانو ډلو او الجزیرې دا تور بې بنسټه یاد کړی او هغه ردوي او د اسرائیلو د پوځ دا برید یې وغندلو.

د رسنیو د آزادۍ یوې ډلې او د ملګرو ملتونو یوه کارپوه له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې له غزې څخه د راپور ورکولو له کبله د الشریف ژوند په خطر کې دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ایرنه خان تېره میاشت ویلي وه، چې د نوموړي پر وړاندې د اسرائیلو تورونه یې بې بنسټه دي.

الجزیرې ویلي، چې الشریف په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام پریښی، چې له مړینې وروسته یې باید خپور شي. هغه په کې لیکلي وه: “… ما هیڅکله له حقیقت ویلو ډډه نده کړې؛ لکه څنګه، چې دی، پرته له تحریف څخه خپور شوی. پدې هیله؛ خدای به د هغو کسانو د چوپتیا شاهد وي، چې چوپ پاتې کیږي.”

د خبریالانو د ژغورنې کمیټې، چې په جولای کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي وه؛ د الشریف ساتنه دې وکړي.

د دې کمیټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسرائیل د هغه پر وړاندې د خپلو تورونو د ملاتړ لپاره هیڅ اسناد وړاندې کړي ندي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا د خبریالانو د ساتنې کمیټې رییسه سارا قداح ویلي: “د اسرائیلو له‌خوا د کره شواهدو له وړاندې کولو پرته پر خبریالانو د وسلوالو ټاپه لګول د دوی د ارادې او د رسنیو د آزادۍ د درناوي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.”

د الشریف ایکس پاڼه، چې له ۵۰۰ زره څخه یې ډېر لیدونکي درلودل؛ له خپل مرګ څخه یوازې څو دقیقې مخکي لیکلي، چې: “اسرائیل له دوه ساعتونو څخه راپدېخوا پر غزه بمبارډ کوي.”

الجزیرې په یوه خبرپاڼه کې “الشریف په غزه کې یو له زړورو خبریالانو څخه” وباله او څرګندوي، چې دا برید “د غزې د اشغال لپاره د غږونو د خاموشولو یوه ناهیلې هڅه ده.”

حماس ويلي، چې دا وژنه د اسرائیلو د برید د پیل نښه کیدی شي.

حماس په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د خبریالانو وژنه او د هغو کسانو وېرول، چې پاتې دي؛ هغه لوی وحشت او جنایت ته لار اواروي، چې اشغالګر یې په غزه ښار کې د ترسره کولو اراده لري.»

د الجزیرې خبریال انس الشریف وروستی ځل د یکشنبې پر ورځ د ۱۲ بجو په خبري پروګرام کې ژوندی لیدل شوی و، چې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله یې د مړینو د زیاتوالي په اړه په ځانګړي توګه له ماشومانو راپور ورکاوه.

د یکشنبې پر ماښام محمد قریقه له هارویسټ نیوزکاسټ سره وروستۍ ژوندۍ تلویزیوني څرګندونې لرلې، چې هغه د غزې ښار د وروستیو پرمختګونو په اړه له برید مخکې وړاندې کړې.

Trending

Exit mobile version