تازه خبرونه

د اماراتو نوي سفیر د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته خپل باورلیک وړاندې کړ

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي نوي ټاکل شوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ ورته په خپل نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه او وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره ډېر فرصتونه شته، چې باید ترې ګټه پورته شي.

Published

on

د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سیف محمد الکتبي نن (دوشنبه د لیندۍ درېیمه) د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته خپل باورلیک وړاندې کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي نوي ټاکل شوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ ورته په خپل نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه او وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره ډېر فرصتونه شته، چې باید ترې ګټه پورته شي.

هغه د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نوره پراختیا او د افغانانو لپاره د ویزې بهیر آسانه کول اړین وبلل.

سیف محمد الکتبي زیاته کړې؛ هغه به د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکولو د آسانتیا لپاره اړینې پوره هڅې تر سره کړي.

د متحده عربي اماراتو نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې او ډاډ یې څرګند کړ، چې هغه به د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره هڅې وکړي او همدارنګه به نوې پروژې پیل کړي.

Trending

Exit mobile version