سیمه ییز خبرونه

د امريكا اوسنۍ ستراتېژي د دې لامل شوې، چې د جگړې لورى بدل كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا د دفاع وزير افغانستان ته له سفر وروسته د دغه هېواد امنيتي حالت د ډاډ وړ بللى دى. په داسې حال كې، چې د وسله والو له خوا د جگړې دوام اوس هم يوه اندېښنه بلل كېږي.

د امريكا د دفاع وزير ليون پنيتا وايي:

د نړيوال ائتلاف ځواكونه په دې توانېدلي، چې په افغانستان كې د تاوتريخوالي هغه بهير ودروي، چې په تېرو پنځو كلونو كې ورځ تر بلې د زېاتېدو په حال كې وو او اوس طالبان كمزوري شوي دي.

هغه همدارنگه وويل، افغان امنيتي ځواكونو د پېاوړې كېدو په حال كې دي او په ټول افغانستان كې به د امنيتي مسئوليتونو د لېږد بهير بشپړ شي، خو په القاعده پورې د تړلو ډلو له خوا يو شمېر اندېښنې اوس هم موجودې دي.

دغه لوړ پوړى امريكايي چارواكى زياتوي، چې په افغانستان كې د دوى له خوا د جگړې جوړه شوې پخوانۍ ستراتېژى د افغانستان د جگړې ځواب ويونكې نه وه، خو اوسنۍ ستراتېژي د دې لامل شوې، چې د جگړې لورى بدل كړي.

په همدې حال كې افغان دولت له خپلو ملاتړو غواړي تر څو د پولې هغه خوا د ترهگرو پر پټنځايونو هم د فشارونو د راوړلو ستراتېژى وازمويي.

په همدې حال كې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:

افغان امنيتي ځواكونو اوس مهال له كورنيو گواښونو سره د مقابلې توان پېدا كړى دى.

Trending

Exit mobile version