سیمه ییز خبرونه

د امريكا د امنيتي اډو جوړولو په وړاندې قانوني خنډ نشته

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د نورو هېوادونو په وړاندې د امنيتي هوكړه ليكونو لاسليك او د پوځي اډو جوړول قانوني خڼډ نه لري.

په مزار شريف كې((د قانون د غوره پلي كيدو او عدالت ته د رسيدو)) ترسرليك لاندې يوې جوړې شوې غونډې ته د اساسي قانو پرتطبيق د څار كميسيون مرستيال عبدالقادرعدالتخوا يو ځل بيا د قانون په غوره پلي كيدو ټينگارڅرگند كړ.

نوموړي په ډاگه كړه، چې:

په افغانستان كې د امنيتي هوكړه ليكونو لاسليك او په ځانگړي توگه د امريكا د پوځي اډو جوړيدل قانوني خنډ نه لري؛ خو په دې شرط، چې ملي شورا يې تائيد كړي.

عدالتخوا د قانون د پلي كيدو سترخنډ امنيتي گواښونه وگڼل او ټينگار يې وكړ، چې:

د قانون د پلي كيدو په وړاندې بايد امنيتي خندونه له منځه ليرې كړاى شي.

د اساسي قانون پرتطبيق د څاركميسيون مرستيال په داسې حال كې د امريكا د پوځي اډو په وړاندې د قانوني خنډونو له نشتون خبرې كوي، چې د واشنگتن او كابل ترمنځ پر امنيتي هوكړه ليك بېلابېلې خبرې اترې روانې دي.

دغه هوكړه ليك، چې له افغانستان سره د امريكا د امنيتي همكارۍ اډانه جوړوي؛ له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته به د امريكا پر پوځي اډو جوړولو او د دغه هېواد د سرتېرو پرشتون هوكړه روښانه كړي.

د افغانستا دولت په ډاگه كړې، چې تر دې دمه د دواړو اړخونو ترمنځ د نظر يووالى رامنځته شوى نه دى او دا كار ډېر وخت ته اړتيا لري.

په افغانستان كې د امريكا د اوږد مهاله شتون سكالو كورني مخالفين او موافقين هم لري.

يو شمېركارپوهان د امريكا اوږد مهاله شتون او پوځي اډې د افغانستان د ملي گټو او خاورې د بشپړتيا خلاف گڼي.

د امريكا د اوږد مهاله شتون او پاتې كيدو غوښتونكي په اوسنيو شرايطو كې د امريكا هراړخيز شتون د افغانستان لپاره يوه اړينه اړتيا بولي.

Trending

Exit mobile version