سیمه ییز خبرونه

د امريكا د دفاع وزير په يو ناڅاپې سفر كابل ته راغلى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ويل كېږي، چې د امريكا د دفاع وزير د ناڅاپي سفر هدف دا دى تر څو په افغانستان كې وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي كال څخه د امريكايي پوځيانو د پاته كېدو د شمير په هكله له ځينو افغان چارواكو سره خبرې وكړي.

وروسته له ۲۰۱۴ م كال څخه د افغانستان د امنيتي اوضاع خرابېدل هغه اندېښنه ده، چې اكثرا په سياسي محفلونو كې پرې بحث كېږي.

له دغو انديښنو سره يو ځاى د امنيتي چارواكو سفرونه هم كابل ته ډېر شوي دي.

د امريكا د دفاع وزيرليون پانيتا د چهار شنبې په ورځ ( د ليندې ۲۲ ) كابل ته راغلى تر څو افغان چارواكو ته ډاډ وركړي، چې لويديځ په خاصه توگه امريكا به وروسته له ۲۰۱۴ كال څخه افغانستان يوازې پرې نږدي.

ليون پانيتا له كابل څخه وړاندې كوېت ته په سفر تللى و او هلته يي په يو خبري ناسته كې ويلي دي، چې د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما به تر څو راتلونكو اوونيوو د هغه پوځيانو شميره، چې وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي كال څخه په افغانستان كې پاته كېږي مشخص او معلوم كړي.

نوموړى زياتوي، چې تمه كېږي وروسته له ۲۰۱۴ م كال څخه  د امريكا پوځي ماموريت له تروريزم سره مبارزه، د افغان امنيتي پوځونو په مشوره  او روزنه متمركز شي.

ځينې افغان كارپوهان وايي، كه په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو د پاته كېدو هدف وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي كال څخه مبارزه له تروريزم او د هغوى د پټنځايونو وركول وي، نو دا به د افغانستان د خلكو په گټه وي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو ۲۸ غړيو او د آيساف ۸ هېوادونو ډاډ وركړى، چې وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي كال څخه په  خپلو مرستو ته به د افغان پوځ د روزنې، تجهيز او مشورو په برخه كې دوام وركوي.

Trending

Exit mobile version