سیمه ییز خبرونه
د امريكا پوځي اډو د جوړېدو پر وړاندې قانوني خنډ نشته
د اساسي قانون د تطبيق پر سر د څارنې كميسيون وايې، په هېواد كې د امريكا د پوځي اډو د جوړېدو پر وړاندې قانوني خنډ نشته.
د امريكا او افغانستان تر منځ د امنيتي هوكړه ليك لاسليك، د هېواد له تودو مسئلو څخه يوه ده.
د اساسي قانون د تطبيق پر سر د څارنې د كميسيون مرستيال عبدا لقادر عدالتخوا بلخ ته د سفر پر مهال وويل:
د نړۍ له هېوادونو سره د امنيتي هوكړه ليكونو لاسليك په ځانگړې توگه په افغانستان كې د امريكا له خوا د پوځي اډو د جوړېدو پر وړاندې قانوني خنډ نشته.
همدارنگه نوموړي، چې عدالت ته د رسېدو لپاره د اساسي قانون د غوره تطبيق تر سرليك لاندې ناسته كې خبرې كولې، يو ځل بيا يې په سمه توگه د اساسي قانون پر تطبيق ټينگار وكړ.
هغه زياته كړه، چې د افغانستان او هر بل هېواد تر منځ امنيتي هوكړه ليك او په دې هېواد كې د پوځي اډو د جوړېدو اقدام هغه چاره ده، چې پر وړاندې يې قانوني خنډ نشته، خو شرط يې دا دى چې دا چارې بايد د افغانستان د ملي شورا له خوا تاييد شي.
ښاغلى عدالتخوا د اساسي قانون د تطبيق پر وړاندې اصلي خنډ ناامني بولي او همدارنگه وايې، قوانين د نورو ولايتونو په پرتله په شمال په ځانگړې توگه بلخ كې ښه تطبيق كيږي، خو د بلخ پوهنتون استاد نورالله محسني وايې، چې د ناقانونه كړنو عاملان دولتي چارواكي دي نه عام خلك.
كه څه هم لس كاله كېږي، چې په افغانستان كې اساسي قانون نافذ دى، خو لا هم د اساسي قانون د تطبيق پر وړاندې خنډونه شتون لري.
بلخوا د اساسي قانون د تطبيق پر سر د څارنې خپلواك كميسيون وايې، تېر كال د قانون د تطبيق پر وړاندې له ننگونو ډك كال وو.