نړۍ

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ کړکېچ به پای ومومي – ټرمپ

هغه زیاته کړې: “یو چا ویلي، چې د شخړې احتمال شتون لري. فکر کوم هغه به حل کړو. که کومه ناندرې رامنځته شي، په کې به ښکېل شو.”

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ د شنبې پر سهار (د چنګاښ اوومه) په سپینه ماڼۍ کې دې پوښتنې ته مستقیم ځواب ورنکړ، چې آیا هغه کیم ته لیک لیږلی یا دا راپور رښتیا دی که نه، خو څرګندوي: له کیم جونګ اون سره ښې اړیکې لري. وګورو، چې څه به پېښیږي.

هغه زیاته کړې: “یو چا ویلي، چې د شخړې احتمال شتون لري. فکر کوم هغه به حل کړو. که کومه ناندرې رامنځته شي، په کې به ښکېل شو.”

د NK نیوز خبري اوبپاڼه، چې د شمالي کوریا پرمختګونه پوښي؛ په دې وروستیو کې ادعا وکړه، چې په نیویارک کې ملګرو ملتونو ته د شمالي کوریا پلاوي پر له‌پسې کیم ته د ټرمپ له لیک منلو څخه ډډه کړی ده.

ټرمپ او کیم له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې درې ځله سره ولیدل او ګڼ‌شمېر لیکونه یې تبادله کړل؛ خو د دوی ډیپلوماټیکې هڅې له شمالي کوریا څخه د خپلو اټومي وسلو د پرېښودو د امریکا د غوښتنو له کبله ناکامې شوې.

ټرمپ په خپل دوه‌یم پېر کې ومنله، چې شمالي کوریا یو “اټومي ځواک” دی.

سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې ویلي، چې دوی به له کیم سره له نوې اړیکې هرکلی وکړي؛ خو هغه راپورونه یې تائید نه‌کړل، چې کیم ته یې د لیک استولو هحه کړې ده.

شمالي کوریا له ټرمپ سره خبرو اترو ته د بېرته راستنېدو لپاره هیڅ لېوالتیا نده ښودلې.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا خپل اټومي او بالسټیک توغندیو پروګرامونه پراخ او له روسیې سره یې اړیکې پیاوړې کړې دي.

Trending

Exit mobile version