نړۍ
د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ کړکېچ به پای ومومي – ټرمپ
هغه زیاته کړې: “یو چا ویلي، چې د شخړې احتمال شتون لري. فکر کوم هغه به حل کړو. که کومه ناندرې رامنځته شي، په کې به ښکېل شو.”
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ د شنبې پر سهار (د چنګاښ اوومه) په سپینه ماڼۍ کې دې پوښتنې ته مستقیم ځواب ورنکړ، چې آیا هغه کیم ته لیک لیږلی یا دا راپور رښتیا دی که نه، خو څرګندوي: له کیم جونګ اون سره ښې اړیکې لري. وګورو، چې څه به پېښیږي.
هغه زیاته کړې: “یو چا ویلي، چې د شخړې احتمال شتون لري. فکر کوم هغه به حل کړو. که کومه ناندرې رامنځته شي، په کې به ښکېل شو.”
د NK نیوز خبري اوبپاڼه، چې د شمالي کوریا پرمختګونه پوښي؛ په دې وروستیو کې ادعا وکړه، چې په نیویارک کې ملګرو ملتونو ته د شمالي کوریا پلاوي پر لهپسې کیم ته د ټرمپ له لیک منلو څخه ډډه کړی ده.
ټرمپ او کیم له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې درې ځله سره ولیدل او ګڼشمېر لیکونه یې تبادله کړل؛ خو د دوی ډیپلوماټیکې هڅې له شمالي کوریا څخه د خپلو اټومي وسلو د پرېښودو د امریکا د غوښتنو له کبله ناکامې شوې.
ټرمپ په خپل دوهیم پېر کې ومنله، چې شمالي کوریا یو “اټومي ځواک” دی.
سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې ویلي، چې دوی به له کیم سره له نوې اړیکې هرکلی وکړي؛ خو هغه راپورونه یې تائید نهکړل، چې کیم ته یې د لیک استولو هحه کړې ده.
شمالي کوریا له ټرمپ سره خبرو اترو ته د بېرته راستنېدو لپاره هیڅ لېوالتیا نده ښودلې.
دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا خپل اټومي او بالسټیک توغندیو پروګرامونه پراخ او له روسیې سره یې اړیکې پیاوړې کړې دي.
نړۍ
د ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې: دغه وسلوال د پټو خدماتو پر مامور ډز وکړ؛ خو د امنیتي تجهیزاتو له کبله کوم زیان ورته ونهرسېد.
یو وسلوال کس د سپینې ماڼې پر کوربتوب د خبریالانو په کلنۍ مېلمستیا کې هڅه وکړه، چې د امنیتي تدابیرو له کرښې تېر شي؛ خو د امریکا د پټو خدماتو ځواکونو بېړنی غبرګون وښود او ډونالډ ټرمپ یې روغ رمټ له تالار څخه خوندي وایست.
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې: دغه وسلوال د پټو خدماتو پر مامور ډز وکړ؛ خو د امنیتي تجهیزاتو له کبله کوم زیان ورته ونهرسېد.
کله، چې د ډزو غږونه واورېدل شول؛ د مراسمو نږدې۲۶۰۰ ګډونوال سخت ووېرېدل او خوندي ځایونو ته ورسول شول.
نږدې یو ساعت وروسته ټرمپ اعلان وکړ، چې بریدګر نیول شوی دی. دغه مراسم وروسته لغوه شول او ټرمپ وړاندیز وکړ، چې دا به په بل وخت کې بیا ترسره شي.
هغه د امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو له کړنو ستاینه کړې او څرګندوي، چې وضعیت په ښه توګه تر څار او واک لاندې راغلی دی.
ټرمپ دا هم ویلي، چې لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستیال او د کابینې غړي ټول په بشپړ ډول روغ او خوندي دي.
په دې مېلمستیا کې د امریکا د ولسمشر پهتوګه د ډونالډ ټرمپ لومړنی ګډون و. هغه له دې مخکې هم په ۲۰۲۴ز.کال کې د ترور له دوه هڅو سره مخ شوی و. د خبریالانو دا بڼه مراسم په ۱۹۸۱ز.کال کې هم د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن پر وړاندې د برید شاهد پاتې شوي دي.
نړۍ
له ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
ټرمپ په یوه لیکلي پیغام کې څرګنده کړې: «هغه هوکړه، چې مونږ به یې له ایران سره وکړو؛ د پراخ ګډ اقدام له پلان (چې د ایران د اټومي تړون په نوم پېژندل کېږي) څخه به ډېره ښه وي.»
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ نوې اټومي هوکړ، چې هېواد یې له ایران سره پرې د خبرو په حال کې دي؛ د ۲۰۱۵ ز.کال د هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي.
ټرمپ په یوه لیکلي پیغام کې څرګنده کړې: «هغه هوکړه، چې مونږ به یې له ایران سره وکړو؛ د پراخ ګډ اقدام له پلان (چې د ایران د اټومي تړون په نوم پېژندل کېږي) څخه به ډېره ښه وي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې ځینو ډیموکراټانو او اټومي کارپوهانو د دې خبرو اترو د چټکتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ټرمپ د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې(۲۰۱۸ز.کال) پر مهال د ایران، امریکا او نړیوالو قدرتونو ترمنځ له هغې هوکړې ووت، چې په ۲۰۱۵ کې لاسلیک شوې وه او هغه یې «په تاریخ کې تر ټولو بده هوکړه» وبلله.
دغه راز راپورونه ښیي؛ له ایران سره د امریکا او اسرائیلو شخړه، چې له اووه اوونیو راپدېخوا روانه ده او موخه یې د ټرمپ د څرګندونو له مخې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی دی.
د دوه اوونیز اوربند پای ته له نږدې کېدو سره د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو امکانات، چې شونې ده په پاکستان کې ترسره شي؛ له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
ټرمپ دا ټینګار هم کړی، چې هوکړې ته د رسېدو لپاره تر هیڅ فشار لاندې نهدی؛ خو بهیر به یې نسبتاً چټک پرمخ ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې کارپوهان وايي: په نږدې وخت کې یوې پراخې هوکړې ته رسېدل ستونزمن دي؛ ځکه، چې د ۲۰۱۵ کال هوکړه له دوه کلونو ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه، چې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۲۰۰ متخصصینو په کې ګډون کړی و.
نړۍ
د جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې؛ متحده عربي امارات له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدا او د جګړې د پایلو له کبله خپلې جدي اقتصادي اندېښنې د امریکا چارواکو ته وړاندې کړې دي.
د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې وايي؛ که ډالر ته لاسرسی محدود شي، امارات ښايي بدیلو اسعارو ته مخه کړي. لکه د چین یوان؛ دا کار کولی شي د دغه هېواد د تېلو په راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د تېلو په صادراتو کې ګډوډي، د هرمز تنګي له لارې د نفتلېږدوونکو کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه او د پانګې د وتلو د خطر زیاتوالي د اماراتو پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي. سره له دې هم د دغه هېواد بهرنۍ زیرمو لوړه کچه تر یوه بریده د کړکېچ شدت راکمولی شي.
امریکايي چارواکو ویلي، چې د اماراتو لپاره د اسعارو د تبادلې د کرښې جوړېدل ډېر احتمال نهلري؛ خو واشنګټن د سیمې د مالي ثبات د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې ارزوي.
-
International Sports5 days agoآریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان د بېثباتۍ په اړه د روسیې ادعا
-
تازه خبرونه4 days agoاټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
-
تازه خبرونه5 days agoد لسګونو رسنیزو سرغړونو ارزونه؛ د سلګونو رسنیزو جوازونو صادرول او غځول
-
پرمختګ او بشپړتیا5 days agoپه پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او بریټانیا استازيو د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو خبرې وکړې
