Connect with us

نړۍ

د امریکا او چین  مشرانو دوه اړخیزه انلاین لیدنه کړې

خپور شوی

د

جو بایډن او شي جین پینګ د د واشنګټن پر وخت د دوشنبې پر شپه (د لړم ۲۳) د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلې انلاین خبرې د نورو ښو اړیکو د تبادلې او د جګړې د مخنیوي لپاره پر امنیتي مسلو پیل کړې دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، جو بایډن له خپل چینایي سیال سره د تلویزیون پر سکرین د وینا پرمهال ویلي؛ اړینه ده، چې یوه “محافظتي کړکۍ” رامنځته او دا ډاډ ترلاسه شي، چې زمونږ ترمنځ سیالي پخپله خوښه یا نا خوښه پر شخړه نه اوړي.

جوبایډن شي جین پینګ ته دا هم ویلي، چې دوی به “صادقانه” خبرې اترې ولري.

په بیجینګ کې د وینا پر مهال د چین ولسمشر شي جین پینګ هم جو بایډن خپل زوړ ملګری نومولی؛ خو څرګندوي، چې دواړه سیال هېوادونه باید ګډه همکاري ولري.

نوموړي زیاته کړې، چين او امریکا اړ دی، چې اړيکې او همکارۍ زياتې کړي.

نړۍ

امریکا په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه وځنډوله

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهال‌وېش بدل شي.

Published

on

 

د کډوالۍ د سختو کړنو په اړه د امریکا حکومت په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه لنډمهالې درولې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهال‌وېش بدل شي.

ټرمپ د خپلې دوه‌یمې ولسمشرۍ پر مهال د کډوالۍ په اړه سخته تګلاره غوره کړې؛ دا پروګرام د کډوالو جبري ایستل، د ویزو او شینو کارتونو لغوه کول او د بېلابېلو دلایلو له مخې د ځینو کډوالو د غوښتنلیکونو ردول رانغاړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له دې روزنې موخه د قونسلګرۍ له کارکوونکو سره مرسته ده، چې د ویزې غوښتنلیکونه پوره وڅېړي او هغه غوښتونکي وپېژني، چې ښايي په راتلونکي کې د امریکا پر دولتي مرستو متکي شي.

فایننشل ټایمز مخکې راپور ورکړی؛ د کډوالۍ د ویزو ځینو هغو غوښتونکو، چې په امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې یې د مرکې وخت اخیستی و؛ برېښنالیکونه ترلاسه کړي او د خپلو مرکو د وخت له بدلون څخه خبر شوي دي.

د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، د مرکو نوې نېټې به وروسته اعلان شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې له حقوقي مخالفتونو سره هم مخ دي.

یوه امریکايي قاضي د جمعې پر ورځ د ۷۵ هېوادونو د غوښتونکو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډول لغوه کړل او څرګندوي، چې دا اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واک څخه اوښتی دی.

د بشري حقونو ډلو هم د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې تبعیضي بللې او ویلي یې دي، چې دا اقدامات د بیان پر آزادۍ او د کډوالو پر قانوني حقونو اغېز کولی شي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ز.کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له ناقانونه کډوالۍ سره به مبارزه کوي؛ خو حکومت یې د دې ترڅنګ د قانوني کډوالۍ ځینې بهیرونه هم سخت کړي دي.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا د استخباراتو مشر د خبرو لپاره روسیې ته سفر کړی

که دا سفر تائید شي؛ نو دا به د ۲۰۲۱ز.کال په نومبر کې د راټکلیف د مخکیني مشر ویلیام برنز له سفر وروسته مسکو ته د امریکا د استخباراتو د یوه مشر لومړنی معلوم سفر وي. برنز هغه مهال له ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې.

Published

on

امریکايي رسنیو د ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې(سي‌آی‌ای) مشر جان راټکلیف د سې‌شنبې پر ورځ د روسي چارواکو د لیدنې لپاره مسکو ته تللی دی.

که دا سفر تائید شي؛ نو دا به د ۲۰۲۱ز.کال په نومبر کې د راټکلیف د مخکیني مشر ویلیام برنز له سفر وروسته مسکو ته د امریکا د استخباراتو د یوه مشر لومړنی معلوم سفر وي. برنز هغه مهال له ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې.

سي‌بي‌اس نیوز او اکسيوس د راټکلیف له سفر خبر ورکړی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې نوموړي له چا سره لیدلي او خبرې به پر کومو موضوعاتو وي.

سي‌آی‌ای د دې راپور په اړه له تبصرې ډډه کړې.

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف هم راپور نه تائید او نه رد کړی؛ خو رویټرز ته یې ویلي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له راټکلیف سره د لیدنې پلان نه‌لري.

یوه سرچینه، چې له موضوع خبره ده ویلي؛ امریکا تېره اوونۍ له اوکراین غوښتي وه، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې، سې‌شنبې او چارشنبې پر ورځو د مسکو، سنټ‌پېټرزبورګ او د روسیې پر ځینو شمالي سیمو هوايي بریدونه ونه‌کړي؛ ځکه د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي الوتکه به مسکو ته الوتنه کوي.

فایننشل ټایمز له دې مخکې اوکراین ته د امریکا د دغه پیغام په اړه راپور ورکړی و.

امریکا له روسیې سره د ایران د نږدې سټراټېژیکې ملګرتیا له کبله هم اندېښمنه ده.

ایران له مسکو سره پراخې پوځي، اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري او د اوکراین په جګړه کې یې روسیې ته بې‌پیلوټه الوتکې ورکړې دي.

روسیې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې ایران ته یې د امریکا په اړه د سپوږمکۍ انځورونه ورکړي او ویلي یې دي، چې د امریکا او ایران د شخړې د اواري لپاره مرستې ته چمتو ده.

Continue Reading

نړۍ

ایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

Published

on

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې، چې ایران د هغه د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه؛ خو د دې ادعا د وخت څرنګوالي او د دغه پلان د پلي کېدا د کچې په اړه یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

هغه ویلي:« ایران هڅه وکړه، چې زما یو زوی ووژني؛ له همدې کبله د امنیت ټینګول تجمل نه‌دی.»

د اسرائیلو لومړي وزیر څرګنده کړې نه‌ده، چې د هغه کوم زوی پر نښه شوی و؛ دا پېښه څه وخت شوې او د ایران ادعا شوی پلان تر کومې کچې پلي کېدا ته نږدې شوی و.

یائیر د نتانیاهو مشر زوی د امریکا په میامي ښار کې ژوند کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغې ادعا په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه‌و ورکړی.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

نتانیاهو همداراز ویلي، چې د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې مشر ډیویډ زیني ته یې امر کړی، چې د لومړي وزیرۍ ټولو نوماندانو ته د هغوی د اړتیا وړ امنیتي تدابیر برابر کړي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ګادي آیزنکوت، چې د نتانیاهو له سیاسي سیالانو څخه دی؛ یوه هغه څېره ده، چې د اوکټوبر اووه‌ویشتمې ټاکنو ته په درشل کې یې د امنیت ټینګولو موضوع مطرح شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!