تازه خبرونه
د امریکا د بندیانو چارو ځانګړي استازي په کابل کې له امیر خان متقي سره وکتل
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې یوه امریکایي پلاوی د اډام بولر پر مشرۍ کابل ته راغلی او له امیرخان متقي سره یې لیدلي دي. پدې پلاوي کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم شته دی.
د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازی اډام بوهلر پر مشرۍ یوه پلاوي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې یوه امریکایي پلاوی د اډام بولر پر مشرۍ کابل ته راغلی او له امیرخان متقي سره یې لیدلي دي. پدې پلاوي کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم شته دی.
بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې د امریکا او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لارې، د دواړو هېوادونو د اتباعو اړوند مسایل، د پانګونې فرصتونه او په افغانستان کې د نورو برخو په اړه هراړخیزې خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي په دوحه کې تېرو خبرو اترو ته په نغوته کې ټینګار کړی، چې اوس د اړیکو عادي کېدو لپاره مناسب اساس رامنځته شوی دی. د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې هیڅ ستونزه نشته، چې د خبرو اترو له لارې حل نشي.
دغه راز د امریکايي پلاوي مشر په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له کبله د خواخوږۍ څرګندولو پرمهال ویلي، چې کابل ته یې پخوانی سفر ګټور و او د محسوسو پایلو د ترلاسه کولو لپاره یې د خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړې، چې د هغه هېواد د ملتونو د انتخاب آزادۍ ته درناوی لري او پر افغانانو د هیڅ شی د تحمیلولو اراده نلري.
دا دوهیم ځل دی، چې د بندیانو لپاره د امریکا د ولسمشر استازي اډام بوهلر پر مشرۍ او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر ملتیا یو امریکایي پلاوی کابل ته سفر کوي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د خبرو اترو او ښو اړیکو جوړولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و.