تازه خبرونه
د امریکا د مرستو درېدا به ۹ میلیون ښځې له روغتیایي خدماتو بېبرخې کړي -م.م
صندوق جمعیت سازمان ملل متحد روز سهشنبه در پیامی در شبکه اجتماعی ایکس تأکید کرد که این کاهش کمکها، دستاوردهای مهم در زمینه کاهش مرگومیر مادران را در معرض تهدید قرار میدهد.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق UNFPA ګواښ کړی، چې د امریکا د مرستو له کمېدو سره به د میندو د مړینې په کمولو کې مهمې لاسته راوړنې له خطر سره مخ او ۹ میلیون نورې ښځې به د مور او ماشوم له روغتیایي خدماتو بېبرخې کړي.
د راپور له مخې؛ امریکا د دې بنسټ له سترو بسپنه ورکوونکو څخه وه، چې هر کال یې پرمنځنۍ کچه ۱۸۰ میلیون ډالر له دې صندوق سره مرسته کوله. ټولټال مرسته یې ۳۳۵ میلیون ډالر کیږي، چې له ۲۰ څخه په ډېرو بحران ځپلو هېوادونو او سیمو کې يې د میندو روغتیایي خدماتو، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي څخه د ساتنې، له جنسي تېري څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو پاملرنې او نورو مهمو خدماتو د تمویل لپاره لګول شوې دي.
د امریکا مرستې، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د پالیسیو د بدلون له کبله پرې شوې دي؛ په افغانستان کې يې ښې پایلې ندي لرلي؛ USAID او نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) ته د امریکا تر ملاتړ لاندې د مرستو له کمېدو سره سلګونه روغتیايي مرکزونه تړلي او له روغتیايي خدماتو څخه میلیونونه خلک بې برخې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د بهرنیو مرستو د کموالي په تړاو د خبرداري ترڅنګ ویلي، چې ښايي د نړۍ نږدې ۱۲ میلیون راستنېدونکي له اړینو بشري مرستو بې برخې شي.