نړۍ
د امریکا د مین ایالت په لویستون ښار کې پر ډزو لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د راپورونو له مخې؛ سلګونه پولیسو د امریکا د مین ایالت په شاوخوا سیمو کې د هغه سړي لټون پیل کړی، چې د چارشنبې پر ورځ یې د یوه بار او بالینګ سالون پر خلکو ډزې کړي؛ لږ تر لږه ۲۲ کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
سیمهییزوچارواکو ويلي، چې مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېر له وړاندې کولو يې ډډه کړې ده.
رویترز د سي ان ان د راپور له مخې د امنیتي مقاماتو پر حواله لیکلي، چې په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان ژوبل شوي دي.
ایالتي او سیمه ییزو پولیسو د چارشنبې پر ورځ ۴۰ کلن رابرت کارت له هغې وروسته وپېژانده، چې په فیسبوک کې یې د ډزو په حال کې انځورونه خپاره شول.
د مین د عامه امنیت کمیشنر مایک ساسچاک یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ سلګونه پولیس افسران لرو، چې د مین په اړوند سیمه کې یې هڅې روانې دي، پېښه څېړي او رابرت کارت به ومومي.
ډېرو رسنیو راپور ورکړی، چې د مین قانون پلي کوونکیو رابرت کارت د وسلو روزل شوی روزونکی او د امریکا د اردو د احتیاطي غړي په توګه پېژندلی، چې د وروستي راپور له مخې هغه د رواني روغتیا په ګډون د اورېدو ستونزه هم لري. دا هم ویل شوي، چې هغه د ملي ګارد اډې ته هم د ډزو ګواښ کړی و.
په واشنګټن کې یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې ولسمشر جو بایدن ته معلومات ورکړ شوي او تازه معلومات به هم ترلاسه کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر په انفرادي ډول د مین د والي جنت میلز په ګډون د اړوند سیمې له چارواکو سره د پېښې په اړه خبرې کړي، چې په پایله کې یې د بشپړ فدرالي ملاتړ وړاندیزونه شوي دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ که د وژل شویو شمېر ۲۲ کسان تائید شي، دا به په امریکا کې لږ تر لږه د ۲۰۱۹ کال له اګست راپاپدیخوا ترټولو خونړۍ پېښه وي، چې یو وسلهوال پر AK-47 ټوپک سره د ایل پاسو والمارت پر پلورنځي ډزې وکړې او ۲۳ کسان یې ووژل.
تر دې دمه د دغې پېښې انګیزه معلومه نهده او نه هم د وژل شویو کسانو هویت ښودل شوی دی.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د چاودېدونکو توکو له کبله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو په نوملړ کې ونیول شو
